پښتواو پښتانه

جان روان ځاځی

پښتواو پښتانه

تراوسه ډېری پښتانه په دې نه پوهیږي، چې مونږ څوک یو؟

دا داسې پوښتنه ده، چې مونږ یې باید په کره ځواب پوی شو، ځکه؛ که مونږ خپل ځان وپېژنده، نو جهان مو وپېژنده.

پښتانه نه د دین دي او نه د سادین

لیکوالان د یوې ټولنې د تیر حیثیت لري، ځکه؛ ټولنه د همدغو لیکوالان پر مټ له راز راز موضوعاتو څخه خبریږي.

د کوم قوم، چې لیکنیز فرهنګ او ژبه کمزورې وي، نو سیاسي او ټولنیز شتون یې هم په نیشت حساب وي، که چېرې د یوه قوم وګړي په خپله ژبه زده کړه ترسره کړي، نو سیاسي او ټولنیز شتون به یې هم څرګند وي، د پښتو ژبې لیکنیز فرهنګ ډېر کمزوری دی، په ځانګړې توګه په محکوم افغان وطن کې………………………………. نو همدا وجه ده، چې پښتانه له خپل ځان څخه ناخبره پاتې شوي، او یوازې د بل ډول غږ پرې ښه لګيږي.

ډېری نالوستي پښتانه په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه په فیسبوک پاڼه داسې لېکنې را ښکاره کړي، چې پښتانه په لوی لاس په بني اسرایلو پسې تړي، خو په دې اړه کره شواهد نه وړاندې کوي، بس یوازې د خپلې خېټالوژۍ او نا پوهۍ له وجې غواړي د نورو نالوستو پښتانو اندونه هم واړوي.

ځینې وخت لیکوال دې ته اړ شي، چې پر یوې موضوع لېکنه وکړي، نو ما هم وغوښتل، چې په همدې موضوع یوه لنډه لېکنه وکړم.

په دې کې شک نشته، چې لومړی لوی نعمت، چې خدای ج انسان ته ورکړی، هغه د انسان پیدایښت دی او دوهم نعمت، چې انسان ته ډالۍ شوی، هغه ژبه ده.

مونږ په یوه ټولنه کې ګډ ژوند سره کوو، د همدې ګډ ژوند پر مخ وړلو لپاره له ژبې کار اخلو او د همدې ژبې له برکته انسان په ژوندیو موجوداتو کې لوړ او غالب دی.

ژبه د پوهولو او را پوهولو یوه وسیله ده.

د ژبپوهانو په اند؛ ژبه د بشري تمدن، کولتور او فرهنګ هغه کړۍ ده، چې نورې کړۍ یې بیا په ځان پسې وروسته نښلولي دي.

استاد محمد صابر خیشکی وايي، د افرادو ترمنځ د مفاهمې هر ډول وسیله او اړیکې ژبه ده، که دغه اړیکې په اشاروي توګه وي که د نښو او نورو لارو په صورت؛ یا په بل عبارت ژبه د غږیزو او اوریزو نښو یو داسې کسبي او اتفاقي سیستم دی، چې د یوې ژبې وګړي یې یو له بله د پوهولو لپاره په ژبه راوړي او اوري.

ټراګر هم په دې برخه کې وايي، چې ژبه له غږیزو سمبولونو څخه یو داسې جوړ شوی سیستم دی، چې یو ټولنیز ګروپ د هغې په وسیله یو له بل سره مرسته او همکاري کوي.

که په لنډول یې تعریف کړو؛ نو ویلی شو، چې ژبه د پوهولو او را پوهولو یوه وسیله ده.

د ژبې په برخه کې به همدا بسنه وکړي، نوره راځم خپلې ار(اصلي) موضوع ته!

ځینې لیکوالان بې له دې، چې د یوې موضوع په اړه بسنټیز مالومات تر لاسه کړي، او د همدې موضوع په اړه نورې لېکنې ولولي او یا یې هم تر خپلې څیړنې لاندې ونیسي، په خپله لېکنه کې بې ځایه قضاوت کوي، چې دا نه یوازې پر یوې موضوع منفي اغیز درلودلی شي، بلکې د لیکوال پر شخصیت هم اغیز پریباسي.

په پښتنو ژبې او د پښتون افغان قوم پر نسل او نسب هم ډېرو کورنیو او بهرنیو لیکوالانو بې ځایه لېکنې کړي، خپل اندونه یې څرګند کړي دي، بې له دې چې کره شواهد وړاندې کړي ، پښتانه یې سامي نژاده او یا هم اسرایل ګڼلي او په سنګر کې ناست دښمن هم د همدغو ټکو په اورېدو سره غبرګ اتڼ کوي، خو د وخت په تېرېدو سره یې اندونه رد او په اړه یې کره شواهد وړاندې شوي دي

دا چې ځینو لیکوالانو د پښتو ژبې او یا هم د افغان قوم په برخه کې خپل سري لېکنې کړي، بې له دې چې د پښتنو او پښتو ژبې په اړه هر اړخیزې څېړنې وکړي او د دې ژبې منشاء او اړیکې له نورو ژبو سره وڅیړي ، پښتانه یې نیغ په نیغه په اسرایلو پسې ګنډلي، چې دا د دوي کلکه اشتباه ده او وروسته ډېری لیکوالانو په خپلو لیکنو پیښیماني هم راوړي، خو بیا اوبه تر ورخه تېرې وي.

پښتو ژبه یوه اریايي ژبه ده او پښتانه هم اریایان دي.

د لوي افغانستان په دننه او د هغه په ګاونډیو هېوادونو او سیمو کې څېړنو او پلټنو دا وښوده، چې افغانستان د اریايي قومونو ار(اصلي)ټاټوبی دی.

د پوهانو په اند اریایان په بلخ او د هندوکش په دواړو خواوو کې اوسیدل، هغه وخت ټولو اریایانو په یوه ژبه خبرې کولې، چې د ژبې نوم یې اریک و او دوي په خپله ژبه کې دغې سیمې ته اریانا ویجه ویل، چې مانا یې ده، د اریایانو ټاټوبی، د اریا ځمکه او یا هم د شریفو او نجیبو خلکو هیواد.

د وخت په تېرېدو سره کله چې د اریایانو نفوس ډېر شو، نو هر لوري ته یې مخه کړه، ځینې یې له هيواد څخه بهر شمال خوا ته، ځینې یې د لویدیځ په لور او ځینې یې د ایران او هندوستان په لور تیت شول، د وخت په تېرېدو سره هر چا خپله ژبه واوړله او ژبو یې ځان ته ځانګړی نوم غوره کړ، د اریایانو د دغو ژبو مجموعۍ ته د هندو اریایي ژبو کورنۍ وايي.

استاد محمد صابر خیشکی وايي، چې (( دغه نظریه، چې پښتانه سامي نژاده دي، چې تفصیل یې د پښتنو د تاریخ په بیلا بیلو اثارو کې راغلی دی، د موجوده پوهنې او تاریخي مقایسوي ژبپوهنې له نظره دغه نظریات له افسانۍ زیات ارزښت نه لري))

پښتانه له اره(اصله) اریایان دي او د همدې هیواد ار اوسیدونکي دي، دا چې ځینې خلک یې په اسرایلو پسې ګنډي دا کلکه اشتبا ده، پښتانه اریایان دي او پښتو ژبه د اریایي ژبو په کورنۍ کې داخله او په دې ډله کې د باختري ژبې په ډلګۍ کې یوازېنۍ د لیک لوست ژوندۍ ژبه ده.

پښتو ژبه هندي ژبې ته نږدې پاتې کیږي، دا چې ولې نږدېوالی ورسره لري، څو علتونه کېدای شي.

اول: هندي او پښتو دواړه اریايي ژبې دي.

دوهم: لوی افغانستان زرګونه کالونه له هندوستان سره ګاونډېتوب درلود

دریم لامل یې دا هم کېدای شي، چې افغانانو په هندوستان کې اووه پېړۍ پاچاهي درلوده، چې په همدې وخت کې پښتو ډېر څه هندي ژبې ته ورکړل او همداسې یې ډېر څه ترېنه واخیستل.

پښتو ژبه ډېر بډایه ادبیات لري، په ځانګړې توګه ولسي ادبیات یې دومره بډایه دي، چې د سیمې په کچه یې ساری نه لېدل کیږي.

لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د تاریخي او علمي څېړنو په استناد وايي، چې پښتو ژبه د اریک ژبې لور ده، د اریک ژبې په اړه مو یادونه وکړه، چې هغه مهال، چې اریایان په اریانا(د اریایانو ټاټوبي) کې په بلخ او د هندوکش په دواړو خواوو کې اوسیدل، دوي په اریک ژبه خبرې کولې، چې د وخت په تېرېدو سره کله چې اریایان ګڼ شول او د هند، اروپا او ایران په لور وخوځېدل، نو هر چا خپله ژبه واړوله.

د پښتو ژبې په اړه د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي همدغه نظر د ډېرو پوهانو لپاره د منلو وړ وګرځېد، نوموړي دې ته هم اشاره کړې ، چې پښتو ژبه د اریایي ژبو په ډله کې د ایراني او هندي څانګې ترمنځ یوه خپلواکه پخوانۍ ژبه ده، چې مونږ یې په تاریخي دلایلو نه له ایراني ژبو او نه هم له هندي ژبو څخه بولو، دغه نظر د نورو پوهانو لپاره هم د منلو وړ وګرځیده.

ژبپوه خيال بخاري وايي، چې پښتو ژبه په ډېرو پخوانیو ژبو کې شمار ده، که له یوې خوا سانسکریت او اوستا ژبې مړې شوې دي، خو پښتو ژبې مرګ نه دی قبول کړی او تر اوسه پورې ژوندۍ ده.

د نړۍ په هر ګوټ کې چې ولسونه ژوند کوي، هر ملت او یا هم ملیت (قوم) خپل رسم او رواج، دود او دستور لري او ژوند ته له خپل انده ګوري. په هر ولسي ادب کې عقیدوي، سیاسي، کلتوري، تاریخي، ټولنیز او د ژوند په هکله ډول ډول ولسي پوهاوی شتون لري، که مونږ وغواړو، چې د یوه ملت یا ملیت په اړه مالومات تر لاسه کړو، نو مونږ دې ته اړ کیږو، چې د هغه ملت په فولکلور ځان پوی کړو، ځکه فولکلور یا ولسي ادبیات د ټولو پوهنو مور ده.

بله مهمه خبره دا هم ده؛ که د پښتنو دود او دستور ته یوه ځغلنده کتنه وکړو، نو د پښتانو رسم او رواج هم د همغه زرګونه کالونه د وړاندې اریایانو ته پاتې کیږي، چې ښه بېلګه یې د افغانانو ملي اتڼ کېدای شي، چې اریایانو هم همغه وخت اتڼ ته ورته خپله ملي نڅا درلوده، داسې ورته خرافات نوره هم شته.

د پښتو ژبې د لرغونتوب په اړه بیا ډېرو پوهانو نظرونه څرګند کړي دي، په دغو پوهانو کې ځینې داسې پوهاند هم شته، چې پښتو ژبه همغه د اریایانو ورکه اریک ژبه بولي، کومه چې زرګونه کاله د مخه اریایانو ویله، ځینې یې بیا وايي، چې پښتو ژبه له اوستا او سانسکریت ژبو سره ډېر نږدېوالی لري، پښتو ژبه د اوستا ژبې لور او د سانسکریت ژبې خور ده.

لنډه دا چې؛ پښتانه اریایان دي او پښتو هم یوه اریايي ژبه ده

ليکوال:::: جان روان ځاځی

ALL RIGHTS RESERVED WITH ” THE VOICE TIMES”

Be the first to comment on "پښتواو پښتانه"

Leave a comment