یوناما: په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي

یوناما: په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شويیوناما د ملکي افغانانو لپاره، د کابل په زنبق څلورلارې کې موټر بم برید، تر ټولو خونړی بللی دی.

یوناما: په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي

د ملکي تلفاتو په اړه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما، تازه رپوټ ښيي، چې د بل هر وخت په پرتله د وژل شوو ملکي افغانانو په کچه کې زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما دغه رپوټ، چې د دوشنبې په ورځ (جولای ۱۷) خپور شوی ښيي، چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د چاودنو، وسله‌والو نښتو او ځانمرګو بریدونو پر مهال، په مجموعي ډول ۵۲۳۳ ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په رپوټ کې راغلي، چې په دې موده کې۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان شوي دي.

تیرکال یوناما په خپل شپږ میاشتني رپوټ کې د وژل شوو ملکي افغانانو شمیر ۱۶۰۱ او د ټپيانو شمیر ۳۵۶۵ ښودلی وو.

د یوناما د رپوټ له مخې، د ۲۰۱۶ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د وژل شوو ملکي افغانانو په شمیر کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی، خو د ټپيانو کچه یو فیصد راکمه شوې ده.

یوناما په دې رپوټ کې، د ملکي افغانانو د ۶۷ فیصده مرګ ژوبلې پړه د حکومت د وسله‌والو مخالفینو په غاړه اچولې ده او ویلي یې دي، چې د دولت ضد وسله‌والو د بریدونو پر مهال ۱۱۴۱ ملکیان وژل شوي او ۲۳۴۷ نور ټپیان شوي، چې له دغې شمیرې د ۴۳ فیصده مسولیت د وسله‌والو طالبانو، ۵ فیصده د داعش ډلې او پاتې برخه د ناپيژندو بریدګرو په غاړه اچول شوی دی.

یوناما دغه راز، په دې رپوټ کې د ۳۲۷ ملکي افغانانو د وژل کیدو او ۶۱۸ نورو د ټپي کیدو مسؤلیت د افغانستان د دولت پلوه ځواکونو په غاړه اچولی او ویلي یې دي، چې دا شمیره د تیر عیسوي کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ فیصده کموالی ښيي.

خو د دغې ادارې د موندنو له مخې، د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، د حکومت پلوه ځواکونو د هوايي بریدونو په نتیجه کې ۹۵ کسه ملکيان وژل شوي او ۱۳۷ نور ټپيان شوي، چې د دغو بریدونو له امله د تیر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي افغانانو په مرګ‌ژوبله کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

source: VOA

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "یوناما: په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي"

Leave a comment