ګلبدین حکمتیار ته په کابل کې درې کورونه ورکول شول، نوموړی را روانه پنجشنبه جلال اباد ته راځي

ګلبدین حکمتیارد کابل ښار په دارالامان سیمه کې د ښاغلي حکمتیار کور چې نوموړي ته مشخص شوي درې لنډ کروزر ډوله موټر په کې له لیرې ښکاري

ګلبدین حکمتیار ته په کابل کې درې کورونه ورکول شول، نوموړی را روانه پنجشنبه جلال اباد ته راځي

 د اسلامي ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار ته د کابل ښار په دارالامان سیمه کې درې کورونه ورکول شول.

د اسلامي ګوند یوه غړي، چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه یې نه لرله، تاند ته وویل چې د ښاغلي حکمتیار دوه کورونه د ولسمشر اشرف غني د کور تر څنګ پراته دي.

نوموړي وویل، «په یوه کتار کې لومړی کور د حکمتیار بیا د ګلاب زوی بیا د حکمتیار او ورپسې د ولسمشرغني دی.»

د ګلبدین حکمتیار د ګوند دغه غړي تاند ته وویل چې، حکومت ښاغلي حکمتیار ته یو شمېر موټر چې صفر کیلومتره  ګرځېدلي دي هم ورکړل. تاند ته په را رسېدلو عکسونو کې ښکاري چې د حکمتیار په نامه شوي کور کې درې لنډکروزر ډوله موټر او درې نور هایلکس ټویوټا دوه سیټه موټر ولاړ دي.

د حکمتیار ټیم ته مشخص شوي هایلکس ټویوټا موټرونه

د اسلامي ګوند منبع وایي چې، حکمتیار به د راروانې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته راشي خو دا یې ونه ویل چې له کوم ځای نه به جلال اباد ته راځي. په جلال اباد ښار کې له درې ورځو وخت تېرولو څخه وروسته به پلازمېنې کابل ته راځي چې په غازي سټیډیم کې به خپلو مینه والو ته وینا وکړي.

افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي ګوند سره د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د روان /۲۰۱۷/ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د هغه د نوم له اېستل کېدلو څخه وروسته دې ته لاره هواره شوه چې نوموړی کابل ته راتګ ته زړه ښه کړي.

تاند –

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "ګلبدین حکمتیار ته په کابل کې درې کورونه ورکول شول، نوموړی را روانه پنجشنبه جلال اباد ته راځي"

Leave a comment