هندوستان وايي د پاکستان نه ٫٫ ټیررستان ٬٬ جوړ شوی

هندوستان وايي د پاکستان نه ٫٫ ټیررستان ٬٬ جوړ شویUNGA

هندوستان وايي د پاکستان نه ٫٫ ټیررستان ٬٬ جوړ شوی

په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وینا ته په ځواب کې هند ویلي د پاکستان نه ٫٫ ټیررستان ٬٬ جوړ شوی.

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان لومړۍ سیکترې اینم ګمبهیر په خپل بیان کې په پاکستان تور لګولی ٫٫ پاکستان نه د ترهګرۍ دویم نوم جوړ شوی، په پاکستان کې د نړیوالې ترهګرۍ کاروبار وده کوي او بیا دغه ترهګر بهر نړې ته لیږي. دغه کار ورځ تر بله ښه کیږي او په دې کار کې څوک هم د پاکستان مقابله نه شي کولی.٬٬

میرمن ایمن ګمبهیر په خپله وینا کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید په پاکستان کې د یو سیاسي ګوند مشر په هیڅ وړاندې کولو باندې هم سختې نیوکې کړي. د جماعت الدعوه یو غړي تیره اونۍ د لاهور په ضمني انتخابونو کې برخه اخستې وه او د پینځه زرو نه سېوا رايې يې تر لاسه کړې وې.

هندوستان په حافظ سعید تورلګوي چې د ممبې ترهګر برید په شا لاس لري او د پاکستان نه بیا بیاغوښتنه کوي چې د حافظ سعید پرضد دې کاروايي وکړي.

میرمن اینم ګهمبیر تور لګولی ٫٫ چې کوم هیواد اسامه بن لادن (د القاعده مشر) او ملا عمر (د طالبانو مشر) له پناه ورکړې هغه نن د ترهګرۍ نه د متاثر کیدو خبره کوي.٬٬ د هند لومړۍ سیکترې وړاندې ویلي د پاکستان لخوا د هند پرضد روانه ترهګري هندوستان ته هیڅ تاوان نه شي رسولی.

امریکا ، افغانستان او هند وخت په وخت په پاکستان تور لګوي چې هغه ترهګرو ډلو ته یې په خپله خاوره پناه ځایونه ورکړي او مرستې ورسره کوي کومې چې په ګاونډي هیوادونو کې ګډ وډی راولي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي دترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې د نړۍ ملګری دی.

تیره میاشت د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او سویلي ایسیا په اړه د امریکا نوې تګلارې اعلانولو په مهال په پاکستان سخت ټکونه کړي وو او خبردارې يې ورکړی وو چې پاکستان دې د هغه ترهګرو مرستې پریږدي کومې چې په افغانستان کې د امریکا پرضد جنګیږي.

د زیارت په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په مهال د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د هندوستان کنټرول لاندې کشمیر کې د هند پوځ لخوا روان زور زیاتي باندې نیوکې کړې وې. او د نړې نه يې د دغه مسلې د حل لپاره د یو ځانګړي استاذي ټاکلو غوښته کړې وه.

source: VOA

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "هندوستان وايي د پاکستان نه ٫٫ ټیررستان ٬٬ جوړ شوی"

Leave a comment