نامعلومو وسله والو د چخانسور ولسوال وواژه

نامعلومو وسله والو د چخانسور ولسوال وواژه

نامعلومو وسله والو د چخانسور ولسوال وواژه

 په نیمروز کې، چې تر خپلو ګاونډیو ولایتونو نسبتاً امن دی، وسله والو حمله کوونکو د چخانسور ولسوال وواژه.

د نیمروز امنیتي چارواکي وايي، د چخانسور ولسوال حاجي اغا محمد نن /دوشنبه/ سهار په داسې حال کې چې له کوره دفتر ته روان و، وویشتل شو.

ویل شوي چې حمله کوونکي پر موتر سایکل سپاره ول.

تراوسه کومې وسله والې دلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له کله چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره سوله کړې، د ګوند پر یو شمېر غړیو یې حملې شوي او وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د چخانسور ولسوال اغا محمد هم د اسلامي حزب غړی و.

تاند-

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "نامعلومو وسله والو د چخانسور ولسوال وواژه"

Leave a comment