میرکل: اسلامپالې ترهګري جرمني ته ترټولو لویه ننګونه ده

میرکلمیرمن میرکل وویل، ۲۰۱۶ د سختو ازمایښتونو کال و

میرکل: اسلامپالې ترهګري جرمني ته ترټولو لویه ننګونه ده

جرمني لومړۍ وزیره انګېلا میرکل د نوي میلادي کال په پیغام کې ویلي؛ اسلامپالې ترهګري ترټولو لویه ننګونه ده چې جرمني ورسره مخ ده.

هغې په برلین کې د یوه تونسي لخوا د لارۍ پرمټ مرګوني برید ته په اشارې وویل؛ دا چې کوم کسان چې ستا په هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې او بیا بریدونه کوي “ځوروونکی” دی.

د جرمني لومړۍ وزیرې وویل؛ ۲۰۱۶ کال “سخت ازمایښت و” خو هغې زیاته کړه چې ډاډمنه ده جرمني به پر ستونزو برلاسې شي.

میرمن میرکل وویل: “خپل ژوند او ورځینو کارونو ته دوام ورکولو سره ترهګرو ته وایو: تاسو له کرکې ډک قاتلان یاست، خو دا تاسو نه یاست چې موږ ته وټاکۍ څنګه کولی شو او غواړو ژوند وکړو. موږ آزاد او ملاحظه کوونکي یو او ژوند ته پرانستی نظر لرو.”

د انیس عامري لخوا دوه اونۍ وړاندې د برلین د کریسمس په بازار کې د لارۍ پرمټ برید کې ۱۲ کسان ووژل شول.

وړاندې په روان میلادي کال کې یوه ځوان افغان پناه غوښتونکي په وورزبورګ ښار کې په تبر سره په رېل ګاډي کې پر پنځه کسان ټپیان کړل او یوه سوري کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه په انسباخ کې د یوې میکدې وړاندې ځانمرګی برید وکړ چې ۱۵۵ کسان یې ټپيان کړل.

+ جرمني: افغان بریدګر غوښتل د وژل شوي ملګري غچ واخلي

هغه لارۍ چې برلین کې د کریسمس پر بازار وروستل شوه ۱۲ کسان یې ووژلImage copyrightAFP
Image captionهغه لارۍ چې برلین کې د کریسمس پر بازار وروستل شوه ۱۲ کسان یې ووژل

دا بریدونه د میرمن میرکل دولت پر سیاستونو د نیوکو لامل شوه چې تېر کال یې له یو میلیون ډېر کډوال او پناه غوښتونکي وم

خو مېرمن میرکل د نوي کال په پیغام کې وویل؛ د حلب ښار د ویجاړیو انځورونو د جرمني د اقدام “اهمیت او پرځای والی” وښود چې له دغې جګړې تښتېدونکي یې ومنل.

هغه وویل: “دا ټول زموږ په ډیموکراسۍ، د قانون حاکمیت او ارزښتونو کې منعکس شوي. دا د ترهګرۍ له کرکې ډکې نړۍ مقابل ټکی دی او وبه ښوول شي چې دا ارزښتونه له ترهګرۍ پیاوړي دي. موږ یو د بل ترڅنګ پیاوړي یو. زموږ هېواد پیاوړی دی.”

مېرمن میرکل همداراز هغه څه چې لامل شوي ځینې خلک وانګېري اروپایي ټولنه او ان پارلماني ډیموکراسي نوره اغېزناکه نه ده د واقعیت “تحریف” وباله او ویې غانده.

+ جرمني کې د پېرلو پر یوه مرکز د برید هڅې په شک دوه ورونه نیول شوي

هغي وویل: “اروپایي ټولنه پڅ او ستونزمن حرکت لري او له دې ټولنې د بریتانیا وتلو رایې سره یې ضربه خوړلې او باید پر هغو کارونو تمرکز وکړي چې په رښتیا کولی شي له دولت – ملتونو یې ښه ترسره کولی شي.”

میرکل زیاته کړه؛ “خو نه – موږ جرمنیان باید هېڅکله ددې خبرې فریب ونه خورو چې ښه راتلونکی یوازې په ملت پالنه کې دی.”

د جرمنۍ لومړۍ وزیره به په ټاکنو کې چې تمه کېږي په سپتمبر میاشت کې ترسره شي د څلورم ځل لپاره نومانده شي او وړاندې یې ویلي چې د سختې مبارزې تمه لري.نل.

source:bbc

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "میرکل: اسلامپالې ترهګري جرمني ته ترټولو لویه ننګونه ده"

Leave a comment