لوګر کې ځانمرګي برید شوی

لوګر کې ځانمرګي برید شویلومړني معلومات دا دي چې په برید کې ۱۱ ملکیان وژل شوي دي

لوګر کې ځانمرګي برید شوی

د لوګر ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل عالم کې ځانمرګی برید شوی دی.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، ځانمرګی بریدګر نن سهار شاوخوا لس بجې، د پل عالم ښار د بره کي برک اډې ته څېرمه ځان ته چاودنه ور کړې ده.

د نوموړي په خبره، ځانمرګی پلی و او هدف یې د دغه ولایت د امنیت امر په نښه کول و چې هغه له پېښې روغ رمټ وتلی دی.

د ښاغلي صالح په خبره، لومړني معلومات دا دي چې په برید کې ۱۱ ملکي کسان ټپیان دي.

نور جزیات وروسته

source: bbc

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "لوګر کې ځانمرګي برید شوی"

Leave a comment