زاخېلوال د اسلام اباد او کابل د اړیکو په خرابولو کې دواړه خواوې ملامتې وبللې

زاخېلوال د اسلام اباد او کابل د اړیکو په خرابولو کې دواړه خواوې ملامتې وبللې

زاخېلوال د اسلام اباد او کابل د اړیکو په خرابولو کې دواړه خواوې ملامتې وبللې

 په پاکستان کې د افغانستان د سفیر عمر زاخېلوال له قوله پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په خرابولو کې دواړو هیوادونو رول لرلی دی.

د راپورونو له مخې، ښاغلي زاخېلوال دا خبره په اسلام اباد کې د دوو هیوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره په یوه جوړه شوې غونډه کې وکړه، ویې ویل چې افغانستان د خرابو اړیکو په مهال له هند او پاکستان سره په اړیکو کې انډول ونه ساته او دا تېروتنه وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېرو افغانانو په باور پاکستان لږترلږه په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د ورانولو او هند د افغانستان د ودانولو لپاره په ملیاردونه دالره پانګونه کړې ده.

پاکستان د حقاني شبکې، کوټې او پېښور شوراګانو کوربه پاتې شوی او هند په دې موده کې تراوسه پورې ۳ ملیارد ډالره د افغانستان پر ودانولو لګولي. د افغانستان د ملي شورا له ودانۍ رانیولې د سلګونو کلینیکونو او ښوونځیو تر ودانیو پورې د هند په پیسو جوړې شوي او په زرګونو افغانان د هند په پوهنتونونو کې روزل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د سلطنتي دفاعي کالج او د سیمه ییزې سولې د انستیتیوت له لوري په جوړه شوې غونډه کې وویل«افغانستان ته پکار ده چې پاکستان ته ډاډ ورکړي چې له هند سره د افغانستان اړیکې د پاکستان امنیت او بشپړتیا ته خطر نه دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغان چارواکي او نظرخاوندان د پاکستان له لوري په افغانستان کې د هند د نفوذ خیالي موضوع په افغانستان کې د اسلام اباد د مداخلې لپاره یوه پلمه بولي.

زاخېلوال دا هم وویل چې دواړو هیوادونو ته پکار ده چې خپلې خاورې د یو بل خلاف استعمال نه کړي.

تاند-

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "زاخېلوال د اسلام اباد او کابل د اړیکو په خرابولو کې دواړه خواوې ملامتې وبللې"

Leave a comment