د مشال خان ټکر تاریخی انټرویو

مشال خان ټکر

یاد ګیرنه

زه د آذاد آفغانستان او د محکوم آفغانستان “کوزه پښتونخواه” ورونړو او خویندو ته وئيل غواړم ، چې دا انټرویو زما نه په دې غرض واغشې شوه چې هغه به ئي په خپله ورځ پانړه کښ چاپ کوی. خو د هفه به څه مجبوری وه ، نو هغه زما انټرویو چاپ نه کړې شوه، نو په دې وجه ما دا نټرویو په خپل اخبار کښ چاپ کړه.

په درانوی مشال خان ټکر

د مشال خان ټکر تاریخی انټرویو

ستاسې لنډه پېژندنه

زما نوم مشال خان ټکر دې . په خټه یوسفزئ یم .

زه په محکوم افغانستان په کوزه پښتونخواه کښ په یو سیاسی او تارېخی کلی او کور کښ زیږدلې یم. زما د کلی نوم ټکردې چه د پښتنو په تاریخ کښ خپل یومقام لری. چه څنګه باچا خان سیاسی هلې ځلې شروع کړې نو زما نېکه حاجی ملک معصم خان ټکر ورسره هم سیاست ته را اودانګل.

د انګریزی استعمارخلاف د هلوځلو په وجه په کال ۱۹۲۱ کښ انګریزانو زمونږ سل (۱۰۰) جریبه زمکه نیلام کړه. او بیا چه کله په کال ۱۹۳۰ کښ انګریزانو زما نیکه بندی کړو نو د ټکر او خواه و شاه علاقو خلق په انګریزانو پسې راپاسیدل او په ۲۸ مئ کال ۱۹۳۰ په ټکر کښ یو لوئ جنګ اوشو چه ډیر خلق پکښ شهیدان او ټپیان شول.

انګریزانو زمونږه حجره او سیزله.

په ټکر کښ اوس زمونږ حجره

په ټکر کښ اوس زمونږ حجره

اوس هم دا جنګ په سندرو کښ خلق یادوی . ” په ټکر جنګ دې ګولې وریږې اونې پانړې ریژوینه،په ټکرجنګ دې

ښاغلی فضل رحیم ساقی د ټکرد جنګ په باره کښ داسې لیکی.

د کربلا هڅې غوغا د په میدان د ټکر

کفن په غاړه دی را غلی شهیدان د ټکر

هغه سینې چې سړیدلې په ګولې د مشین

خلقه په دې سورئ سورئ دی په دامان د ټکر

نن د هغو ننګېالو حق دې د سرحد په مزکه

چې په سرو ګلو ئي ګلزار کړو بیابان د ټکر

یا د یذید شمر د لاسه اهلې بیت اوژړل

یا د انګریز د لاسه ژاړی ماشومان د ټکر

په ټکر کښ اوس زمونږ کور

په ټکر کښ اوس زمونږ کور

ما د برق په انجینیرئ کښ د شوروی اتحاد نه ماسټری کړې ده. او بین المللی تجارت کوم. په کال ۱۹۹۹ کښ زه کاناډا ته لاړم. په ۲۰۰۲ کښ مې په کاناډا کښ د پښتنو د کلتوری ټولنې بنیاد کېښودو چه د لر او بر پښتانه پکښ شامل وو. او زه لس کاله د هغې رئیس پاتې شوې یم. چه اول راسره دافغانستان له اړخه ډاکټراکسيرمرستيال وواوبیا مې یار محمد نعیمی مرستيال وو. د ښځو د اړخه سلمی عطاءالله جان زما مرستياله شوه چې اوس په کاناډا کښ سناتوره ده.

ما به د کاناډا په سیاست کښ هم لاس پښې وخلې. د کاناډا وزیراعظم سټیفن جوزف هارپر راته د پارټی د یو خه کارکن په توګه سرټېفکېټ هم راکړو. بیا راته د کاناډا حکومت د ملکه برطانیه د نوم مډال په کاناډا کښ د پښتنو د بې لوڅه خدمت په عوض کښ راکړو.

. زه لګه ډیره شاعری هم کووم. د یو کتاب نوم می مشالدې، د دویم نوم دویم مشال“.دا دواړه کتابونه چاپ شوی دی. او دریم کتاب دریم مشالبه په څو ورځو کښ چاپ شی.

ستاسې د مبارزې اساسي ټکي

زمونږ مبارزه د لوئ افغانستان غورځنګ (ګام) د بیرغ لاندې یو نکاتي اېجنډا لری. د اباسین نه تر د امو پورې لوئ افغانستان جوړول.

ځکه چه دا له زرګونو کالو راسې د پښتنو خپل اواصلی وطن دې.

دا زمونږ د مبارزې اولنې او اخرنې حدف دې

څنګه مو سیاسي مبارزه پیل کړه

لکه څنکه چې ما تاسو ته مخکښ آووئيل چی زه یوې سیاسی کورنئ سره تعلق لرم. او د ماشوم والی نه دا سیاسی خبرې اترې ما په خپل کور او حجره کښ اوريدلې. زمونږ حجره چونکه یوه سیاسی حجره ده نو ډېر خلق به ورته رآتلل.او خاصکر د ماخستن . نو مونږ ماشوما ن وو او د هغوی خبرو ته به موغوږاوښودې وو. نو زما سیاسی روزنه په خپل کور او حجره کښ شوې ده.

د خدائي خدمتګار د نیشنل عوامی پارټئ (نېپ)، او د نیشنل ډیموکریټک پارټئ مشران تر د باچاخان ، ولی خان او اجمل خټک پورې به زمونږ حجرې ته راتلل. زه لا په مکتب کښ ووم. چه یوه ورځ اجمل خټک زمونږ حجرې ته راغلې وو. نو ما ورسره سیاسی خبرې کړې وې. او بیا چه کله زه پېښور یونورسټئ ته لاړم ، نو بیا به مونږ ډېرو ملګروته اجمل خټک د شهباز اخبار په دفتر کښ سیاسی درس راکولو. او دغه وجه ده چې زه اجمل خټک خپل سیاسی استاد بولم. مونږ سره همیشه هغه د خپلو بچو په شان سلوک کوولو. الله پاک دې اوبخی.

زه چې کله په پاکستان کښ ماصل ووم . نو هغلته به مود پښتون سټوډنس فیډرېشن د بیرغ لاندې کار کولو. او که بیا د درس د پاره بهر لاړم نو هغلته هم ما د خپلې پښتنې خاورې سره مینه ، پښتنی دود دستور او خپل پښتنی روایات د لاسه نه دی ورکړې.

او خاصکر چې کله زه په شوروی کښ او آجمل خټک په کابل کښ. نو زما به یوه پخه په شوروی او بله په کابل کښ وه.

مشال خان ټکر ' وارث وزیری او اجمل خټک

مشال خان ټکر ‘ وارث وزیری او اجمل خټک

زه چې کله شوروی اتحاد ته لاړم، نو هغلته به د هر ملک ماصیلینو خپله یوه اتحادیه جوړوله. خو پاکستان به پاکستآنی ماصلین د دېی نه منع کول. نو کله چې زه راغلم ،نو ما د پاکستانیانو زده کوونکو اتحادیه جوړه کړهچې د پاکستان سفارت په هغې زما ډیرزیات مخالفت شروع کړو. کله چې یو کال تیر شو ،نو چې انتخابات اوشول ، نو زده کووونکو زه د هغې رئيس اوټاکلم . بیا به هم هر کال انتخابات کیدل او زه به هغوی خپل رئيس ټاکلم. دهغه شان څلور کاله زه د دې اتحادیې رئيس پاتې شوم.

تاشقنذ ، په کال ۱۹۷۹ کښ

تاشقنذ ، په کال ۱۹۷۹ کښ

د درس د ختمیدو نه پس ما بین المللی تجارت شروع کړو.

او چونکه زه بین المللی تاجر ووم ، نو ۴۵ ملکونه مې کتلی. خوچې چرته به هم ووم نو د اباسین نه تر امو پورې د لوئ افغانستان ارمان مې په سینه پورې کلک نیولې وواو نېولې دې.

په کال ۲۰۱۲ کښ مې د لوئ افغانستان د غورځنک( ګام) بنیاد کيښودو چې یوه نقطه اېجنډا لری. د اباسین نه تر د امو پورې لوئ افغانستان جوړول

ځکه چې زما دا ایمان دې . چه د افغان اولس دا بد بختئ به تر هغه وخته پورې دوام اونسی چه ترکومه د اباسین نه تر د آموپورې د خپل وطن مالکان نه شی.

زه یو بین المللی اخبار هم اوباسم. چې په انګلیسی او پښتوژبه کښښ روزانه چاپ کیږی. نوم يئ د وائيس ټایمزدې.

www.thevoicetimes.com

د پښتنو د تاريخ په باره کښ ویدېوزهم تیاروم چه پښتانه د خپل تاریخ نه خبرشی

www.youtube.com/pukhtuntv

د پاکستان موجودیت په سیمه کې په څه معنا؟

پاکستان د دنیا په نقشه د یو ناسور په شان وجود لری.

ټوله دنیا لګیاه ده ، خپل ملکونه جوړوی. او پا کستان یوازې دا نه چه په خپله د تباهئ په ډګر ولاړ دې، بلکه د نورو ملکونو په تباهئ پسې هم لګیدلې دې. آفغانستان يئ تباه کړواو تباه کوی ېې. په کشمیر کښ ، هندوستان ایران ، مرکزی اسیا او منځنی ختیځ کښ خپل ناوړی کارونو کښ بوخت دې.

نورهېوادونه د دنیا نه کارپوهان راغواړی . چه د خپل وطن خلق تربیه کړی. چه د خپل هیواد هم خدمت اوکړی او نورو هیوادونو ته هم د کار د پاره اولیږی. پاکستان څه کوی. د نورو هېوادونو نه دهشت ګرد را اوغواړیدهلته ورله د دهشت ګردئ تربیت ورکړی او بیا یئ نورو هېوادونو ته د جنایت کارو د پارا لېګی. ځکه پاکستان د دهشتګردې دنیا په دارالخلافه مشهوردې.

ټول هیوادونه نورو هیوادونه ته د خپلو فابریکو سامانونه ایکسپورټ کوی . خوچونکه پاکستان د دهشتګردو فابریکه ده، نو پاکستان لګیا دې ، دهشتګردی ایکسپورټ کوی.

پاکستانی جرنیلان د دهشت ګردو سره

پاکستانی جرنیلان د دهشت ګردو سره

او لوئ مثال يئ افغانستان ، کشمیر او هندوستان دې.

او نه صرف چې بهر دنیا ته يئ لیږی. بلکه په پاکستان کښ د پښتنو او بلوچو په اذادئ مين تحریکونو خلاف يئ هم استعمالوی.

نو په دې وجه امن پسنده دنیا که په دنیا او خاصکر په آفعانستان کښ امن غواړی. نو پکار ده چې د پاکستان نه ځان خلاص کړی. ځکه چې پاکستان او امن د یو بل مخالف عناصردی. چې پاکستان وې، نو امن به نه وی .

خو زه یقین لرم چې دنیا به تر ډیر وخته د پاکستان وجود اونه زغمی.

پاکستان د مینځ نه اوړل د دنیا د امن زمانت دې

پاکستان ملک دی هیواد دی که پروژه ؟ که پروژه وي نو دچا ده او د څه لپاره ده او که نه وي ملک وي هیواد وي نو بیا کړنې یې ولې هیواد ته نه پاتې کیږي؟

پاکستان نه ملک دې او نه هیواد دې بلکه دا یوه پروژه ده. نو پکار ده چې دې ته مونږ د تاریخ په رنړا کښ اوګورو.

هرکله چې په کال ۱۹۳۹ کې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه. د جرمنی نه هټلر او د اټلی نه مسولینی یورپ په مخه را غشتې وو. او یو یو ملک به ېې په ساعتونو کښ د حلقه تیروو. نو په دهغه وخت کښ انګرزانو سره دا خیال پیدا شو. چې دا کومه تباهی چې په یورپ کښ روانه ده، نو که دا جنګ مونږ اوګټوهم . نو زمونږ مالی او معاشی حالت به دومره خراب شوې وی , چې د هندوستان په شان دا دومره لوئ ملک به مونږ خپله کالونی او نه ساتلی شو.

نو انګریزانو دا فیصله اوکړه چی هندوستان پریږدو خو دا ملک به دوه ټوټې کوو. ځکه چی د هندوستانیانوګناه دا وه. چې انګریزانو په پیړو ، د هندوستانیانو د بچو په وینو خپل بچی پړسولې وو. نو د هغې په بدل کښ انګریزانوهندوستانیانوته دا انعام ورکول غوښتل چی ملک ورته دوه ټوټې کړی.

وائسرائې لارډ لنلتګو

وائسرائې لارډ لنلتګو

نو د هندوستان وائسرائې لارډ لنلتګو, سر ظفرالله خان را اوغوښتو. سر ظفرالله خان د وائسرائې د اکزیګټیو کونسل ممبر وو. او هغه ته ېې  اووئیل , چې د هندوستان د تقسیم د پاره یو تجویز تیار کړه.

نوپه ۱۲مارچ۱۹۴۰کښ لارډ لنلتګو په برطانیه کښ وزیرې هند لیوامرې ته اولیکل چې زما په هدایاتو سر ظفرالله خان د هند د تقسیم د پاره یوه مسوده تیاره کړه. د هغې یوه کاپی ما د ځان سره اوساتله ، یوه کاپی مې سر اکبر حیدری له ورکړه ، ځکه چې د لاهور د غونډې د پېسو ذمه واری د هغه ده. او یوه کاپی مې جناح له ورکړه چې په لاهور کښ د مسلم لیګ نه دا مسوده منظوره کړې. نو پوره لس ورځې پس په لاهورکښ په دې مسوده بحث شروع شو. حالانکه د ۱۹۳۷ په اینتخاباتو کښ مسلم لېګ په مسلمانانو کښ۴% اووټونه اغشتی وو. په سندهه، په صوبه سرحد کښ يئ یو سیټ هم نه وو ګټلې او په پنجاب کښ ئي یو سیټ ګټلې وو.

قرارداد جناح په انګلیسی ژبه کښ اووې

قرارداد جناح په انګلیسی ژبه کښ اووې

نو په لاهور کښ قرارداد په ۲۴ مارچ منظور کړې شو او د اوسه پورې ۲۳مارچ د قراردادې پاکستان په نوم نمانځلې کېږی. په دهغه قرارداد کښ د پاکستان د سره ذکر نشته. دې ته به ئي قراردادې لاهور وې. او دا قرارداد جناح په انګلیسی ژبه کښ اووې. حالانکه په هغه وخت کښ ۴% هندوستانیان با سواده وو.څوک په اګلیسی ژبه نه پوهیدل. خو جناح هم هغسې په انګلیسی کې اووې چې څنګه ورته خپلو بادارنو انګریزانوامرکړې وو.

انګریزانو د پاکستان په جوړیدو کښ دوه ګټې لیدلې.یوه خو دا چې د شوروی اتحاد په دغه سیمه کښ مخ نیوه اوشی. آو دویمه دا چی د یومسلمان ملک په حیثیت به پاکستان په منځنی ختیځ کښ د تيلوپه باره کښ د برطانوی استعماراو د هغوی د آتحایانو د ګټو خیال ساتی.

په مئ ۱۹۴۷ کښ یو دوه ذمه وار امریکنی افسران ،رونلډ اے حارې او تهامس ول په بمبئ کښ د جناح کور ته ورغلل. نوجناح ورته اووې. چې زه تاسو سره وعده کوم چې پاکستان به د نورو مسلمان ملکونو سره په شریکه د شوروی اتحاد خلاف د امریکې د مفاداتو خیال ساتی

د ملاقات نه پس جناح ، سکندر مرزا ته اووئيل چې امریکنیانو راته هم د پاکستان جوړیدو د پاره د کمک په غرض سینه اوډبوله.

پاکستان په پردې مزکه جوړشو. د پښتنو ، سندهیانو، بنګالیانو مزکې پنجابیانو ته په حواله شوې. او بیا نهه میاشتې پس پنجابې فوځ په بلوچستان حمله اوکړه او په زور ئي پاکستان سره شامل کړو. لیکن دا غېر فطری ملک ۲۴ کاله پس په مېنځ دوه ټوټې شو. د نیمې نه زیات ملک نه بنګله دیش شو.او انشاءالله چه ډیر زر به دا باقې مانده پاکستان د تاریخ یوه حصه جوړه شې. او د اباسین نه تر د آمو دریا پورې لوئ افغانستان به د دنیا په نقشه ظهور پذیر شی. او زمونږ بلوچ او سندهیان ورونړه به هم خپله اذادی تر لاسه کړی.

د پښتون په تباهۍ کې د پاکستان نقش؟

ستاسو ټول سوالونه خپل تاریخی پس منظر لری. نو په دې وجه زه مجبور یم چې زه د تاریخ له لارې په دې بحث اوکړم.

هرکله چې انګریزان د تجارت په غرض د ایسټ اینډین کمپنی په نوم هندوستان ته راغلل. او دوی په هندوستان کښ خپلې پښې مضبوطې کړې.نو دوی ته یواحساس اوشو، چې د هندوستان درې اړخه ته سمندر دې. په هغه وخت کښ د برطانوی استعمارسمندری طاقت دومره قوی وو، چې دوی ته به ئې د سمندرونو شهزاده وئیل . نو د سمندرد اړخه انګریزانو برطانوی هند محفوظ ګنړلو. خو د شمال لویدیځ اړخ ته د دنګو دنګو غرونو یوه لویه سلسله وه. چې په د هغه غرونوکښ یو څو درے وې. یعنی دره خیبر، دره کرم او دره بولان.

نو د تاریخ په اوږدو کښ چې په هندوستان څومره حملې هم شوی دی، نو هغه هم د دې درو په لاره شوې دی. خو په دې درو یوقوم استوګن دې ، چې هغه قوم ته پښتون وئيلی شی. او هغه په خپل وطن د خپل ځان نه هم زیات مئین دې.نو چې په دې درو به څه هم هلې ځلې کیدلې نو پښتون قوم به د هغوهلو ځلو نه بې تفاوته نه شو پاتې کیدې.

نو په هغه وخت کښ د پښتنو سره دوه لارې وې ، یا خو به ئې د پت ، د غیرت او د پښتون ولې نه دا جګه شمله د دښمن په پښو کښ اښوده او د غلامې ژوند په ېئ تیرولو او یا به ېئ تورې ته لاس کوو چې د خپل وطن حفاظت اوکړی. نو د خپلو روایاتو مطابق پښتنو تورې ته لاس کړو او د خپل وطن حفاظت او اذادې ته ېئ ملا اوتړله.

بل طرف ته د روس توسیع پسندانه پالیسی جارې وه. او د مرکزی اسیا مختلفې علاقې ئي د حلقه تیرولې. نوانګریزانو سره ویره پېدا شوه چې چرته روس د دې درو په لار په هندوستان حمله اونکړی. نوپه دې وجه انګریزانو د دې درو د قابو کولو د پاره په مختلفو منصوبو باندې کار شروع کړو. نو انګریزانوته د دې د پاره په آفغانستان کښ یو ګډاګې بادشاه پکار وو. چې د هغې د پاره شاه شجاع خه موزون سړې هغوی له په لاس ورغې. نوپه کال ۱۹۳۴کښ د انګریزانو په کمک شاه شجاع په کندهار حمله اوکړه. خو چې دوست محمد خان کندهار ته د خپلو ورونړو کمک ته لاړو، نو د کندهار په جنګ کښ خو دوست محمد خان شاه شجاع ته ماته ورکړه. ولې د پښور د دفاع د پاره په کابل کښ نورفوځ نه وو. نو د انګریزانو په سازش او کمک رنجیت سنګه په پېښور قبضه اوکړه.

بیا انګریزانو په کال ۱۸۳۸ کښ په آفغانستان جنګ وراوتپه. چې د هغې نتیجه د انګریزانو او آفغانستان دواړو د پاره ډېره تباه کن ثابت شوه. بیا انګریزانو په کال ۱۸۴۹ کښ په پیښور مستقیمه قبضه اوکړه. بېا ېې په کال ۱۸۷۸ کښ دوباره په افغانستان جنګ وراوتپه. خو د هغې نتیجه هم تباه کن ثابته شو.

د ډیرنډ توره کرښه

د ډیرنډ توره کرښه

د دې جنګونو نه پس انګریزانو ته پته اولګېده چې پښتون بچی له به د جنګ په مېدان کښ په کبډې نه ورځې. نو هغوی بیا خپله زړه فآرموله استعمال کړه چې خلق تقسېم کړه چې کمزوری شی. نو بیا پې لوبې کوه. او دهغه وجه وه، چې په کال ۱۸۹۳ کښ يئ د پښتنو په ځیګر چاړه کیښوده اود ډیورنډ دا توره کرښه يئ راښکله.

او دهغسې انګرازانو د پښتنو طاقت کمزورې کړو. خو چې د پښتنو کومې علاقې د برطانوی هند اړخ ته راغلې , نو انګریزانو چاړې ته لاس کړو او د پښتنو د بدن نه چې يئ کومه ټوټه هم پرکولې شوه ، هغه ترې پریکړه.

اووه يئ پکښ ایجنسی جورې کړې چې د هغوی به خپل مینځ کښ هېڅ تعلق او رابطه نه وو. چې کومی علاقو ته د انګریزانو رسايئ نه وه نو هغوی ته يئ د ياغستان نوم ورکړو.

ملایان یې په پېسو واغشتل . او د پښتنو مشرانو د پاره ئې چې د کوم رشوت بندوبست کړې وو نو هغه له یئ د ماجب نوم ورکړو. او دهغسې دا درانه درانه پښانه یې خپل ماجب خواره کړل. او د میاشتې په اخره کښ به دا درانه شملور قبائېل مشران په قطار کښ د پولیټیکل ایجنټ په د فتر کښ ولاړ وو. چې د ماجب لفافه ورکړی. او دهغسې یې زمونږ د پښتنو مشرانانو نه سوالګری جوړ کړل او هغه سلسله اوس هم جاری ده.

او بیا چې کله پاکستان مينځ ته راغې. نو چونکه پاکستان د انګریزانو ناجائزه اولاد دې. نو پاکستان هم هغه د انګریزانو پالیسئ ته دوام ورکړو.د پاکستان د جوړیدو نه پس د مرکزی حکومت نه د صوبه سرحد( اوسنې پښتونخواه ) ته هدایات راغلل چې که د دې پښتنو نه مو خپل تاریخ، خپل کلتور اوخپله ژبه هیره کړی نه وی نو دا پښتانه پاکستانیان کیدې نه شی. او دهغه وجه ده چې چه د کوزې محکوې پښتونخواه پښانه ېئ د خپل تاریخ ، کلتور او د خپلې ژبې نه لرې او محرومه اوساتل.

او بیا پاکستان  لګیا شو پښتانه يئ په نورو برخو کښ تقسیم کړل. چې اوس یوې ته جنوبې او بلې ته شمالی پښتونخواه وئېلې شی. بله برخه یئ د قبائیلو په نوم جدا کړه او د شمالی پښتونخواه نه يئ اټک او میان والیاوشکول او پنجاب سره ېئ شامل کړل. د بده مرغه زمونږ دې تش په نوم قام پرسته مشرانو ورته په بټو بټو کتل او هیڅ احتجاج ېئ نه کولو. دهغه شان د پښتنوعلاقه د پنجاب حصه شوه

او په دې ډول اول انګریزانو او بیا پاکستان د اباسین نه واخله تر د آمو پورې د پښتنو عظیم وحدت او وطن ټوکړې ټوکړې کړې کړو.

او بیا چې کله په پاکستان کښ د ذوالفقارعلی بهټو حکومت راغې ، نو هغه په کال ۱۹۷۳کښ جنرل نصیرالله بابر را اوغوښتو او ورته ېې اووې چه کال ۱۹۹۳ نژدې دې ، د ډیورنډ لائن د معاهدې سل کاله پوره کیږی.نوافغانستان به د ډیورنډ لائن نه تر د اباسینه پورې د خپلې مزکې تپوس کوی. نو پکار ده چې په افغانستان کښ اوربل شی.

. نو جنرل نصیرالله بابر چې په هغه وخت کښ بریګیډئر وو، د افغانستان مذهبی چې کوم مشران وو ، د هغوی سره په بالاحصار پیښور کښ ملاقات اوکړو. جنرل نصیرالله بابر وائی چې مونږ دوی له او د دوی ملګرو ته فوځی تربیت ورکړو. او بیا مو ورله پیسې او سرپوخ (۳۰۳) ټوپکې ورکړې، چې زې او خپل وطن ورانوې. په هغه وخت کښ انقلاب نه وو راغلې.

نو جنرل نصیرالله بابر وائی چې مونږ په افغانستان کښ دا سې اور بل کړو چې نه صرف افغانستان مو پکښ اوسوزوو بلکه په هغه اور کښ شوروی اتحاد هم اوسوزیدو. او افغانستان مو دا سې تبا او برباد کړو چې په افغانستان کښ به بیا چرې هم دومره طاقت پیدا نه شی چې د پاکستان نه د ډیورنډ لائن نه واخله ترد اباسین پورې د خپلې مزکې تپوس اوکړې شی.

ګرانه وروره دهغسې پاکستان زمونږ وطن آفغانستان, د افغانستان د خپلو بچو په لاس تباه او برباد کړوخود پاکستان خواه لا سړه شوې نه ده ، اواوس هم لګیا دې. په افغانستان کښ دخپلو جنایت کارې اور ته لمن وخی.

د پاکستان د سیاست اساسی جوهراو کردار ا و په پښتنو د هغې اثر څه دی ؟

د پاکستان د سیاست اساسی جوهر او کردارهم هغه دې چې د کوم د پاره انګریزی استعمار او د هغوی ا تحادیانو دې جوړ کړې وو.

. کله چې پاکستان جوړشو نو په هغه وخت کښ د صوبه سرحد آخرنې ګورنر سر اولف کیرو لیکی. چې ما وائسرائ لارډ ماونټ بټن ته اووې. چې په صوبه سرحد کې ریفرنډم اوکړه. د صوبه سرحد پښتنو له داسې سزا ورکول پکار دی چې د دوی راتلونکې نسل یئ هم یاد ساتی. ځکه چې دوی پردې جنګ په سراغشتې وو. او د هندوانو د پاره مونږ سره په جنګ اخته وو.

ډاکټر خان صېب

ډاکټر خان صېب

خودهلته یوه بله لوبه اوشوه. لارډ ماونټ بټن د ریفرنډم په باره کښ جواهرلال نهرو ته ټیلیفون اوکړو. نو جواهر لال نهرو د صوبه سرحد وزیرې اعلي ډاکټر خان صېب ته ټیلیفون اوکړو. نو ډاکټر خان صېب ورته اووې چې د ریفرنډم خبره لارډ ماونټ بټن سره اومنه ، مونږ ریفرنډم کوو. خوچې د ریفرنډم اعلان اوشو. نو خدايئ خدمتګار بائیکا ټ اوکړو.

د ریفرنډم اعلان اوشو . سر باب لاکهرټ د سرپرستئ لاندې ریفرنډم اوشو. نتیجه داسې وه:

ټول ووټونه : ۵۷۲،۷۹۹

پول شوې ووټونه : ۲۹۲،۱۱۸ یعنی %۵۱

د پاکستان په خق کښ ووټونه : ۲۸۹،۲۴۴ یعنی %۵۰.۵۰

یعنی د پاکستان په حق کښ % ۵۰.۵۰ خلقو خپله رائ ورکړهد دې نه علاوه دقبائیلو ایجنسې ،سوات ،دیر ، چترال او د امبار رېاستونه هم په رېفرینډم کښ نه وو شامل .

نو په صوبه سرحد کښ خو د خدائي خدمتګار حکومت وو، نو که دوی په رېفرنډم کښ حصه اغشتې وې نو پښتانه به اذاد شوی وو. خو دا د هغه وخت د خدايی خدمتګارد مشرانو د انګریزانو سره یو ډېر لویئ سازش وو. و لی خان په خپله وائي ، چې انګرېزانو ته د مخکښ نه پته وه. چې کله رېفرنډم وی. نو خدائي خدمتګار به پکښ حصه نه اخلی. نو خدائي خدمتګارچې پکښ حصه وا نه اخلی نو صوبه سرحد به د پاکستان حصه شی.خو اوس دهلته یو سوال پېدا کېږی .انګریزانو ته د مخکښ نه څنګه پته وه چې خدائ خدمتګار به په رېفرنډم کښ برخه نه اخلی. ډاکټرخان صېب خو په رېفرنډم کښ د حصه ا غشتو اعلان کړې وو. د دې نه دا خبره سرګنده ده. چې د دې مشرانوباچا خان او ولی خاند انګریزانو سره د مخکښ نه یو پټ سازش شوې وو، چی تاسو د رېفرنډم اعلان اوکړئ نو خدايئ خدمتګار به پکښ حصه وا نخلی. او صوبه سرحد به د پاکستان حصه شی. او دهغسې د کوزې پښتنونخواه د پښتنوپه حقله یو بل سازش په کامیابئ سره سر ته اورسیدو اود کوزې پښتنونخواه د پښتنو غلامئ د انګریزانو د ناجائزه اولاد پاکستان په سر پرستئ کښ دوام اونیوو. او دا غلامی لا هغه شان جاری ده.

چې څنګه برطانوی استعمار د پاکستان جوړیدو نه مخکښ د کوزې پښتونخواه پښتانه خپل غلامان کړل. مهراب بلوچ یئ مړ کړو او د هغه په ځائ شاه نواز خان بلوچ خپل ګوډاګې په بلوچستان کینوو او سندهی مهرانیانو له یئ ماته ورکړه او د کراچې په بندرګاه یئ قبضه اوکړه ،هغه پالیسی هم هغه شان پاکستان جاری اوساتله او د اوسه پورې جاری ده.

پښتون او پاکستان یو بل ته ژمن او یا غاړه غټۍ کیدای شی

نه بلکل نه. خو د کوزې پښتونخواه پښتانه څې اوکړی. چې په کوموتش په نوم قام پرستومشرانو پسې روان وو. نو د هغوی په بډه پیاز وو. دا ټول سپیځلی ، قام پرسته او په اذادئ میئن پښتون قام دې مشرانو په تیاره کښ ساتلې وو او ساتلی دی. او د افغانستان له اړخه هم دغه تش په نوم قام پرستومشرانوسره خپلې اړیکې ساتلې شوی دی. نو د کوزې پښتونخواه د پښتنو نه دې مشرانو لاره وروکه کړې ده. کله ملیانو له ووټ ورکړی ، کله یوهندوستانی مهاجر عمران خان له ووټ ورکړی. که چرې زمونږ دې تش په نوم قام پرستومشرانو د پښتنو اذادی غوښتې، نو زما څه کآر وو. چې د لوئ افغانستان د غورزنګ (ګام)بنیاد مې ایښودو خو د دوی سره به مې کآر کولوکنه

خو چې کله نه ما د پاکستان نه د اذادئ چغه وخلې ده. او زما دې چغې چې د کوزې محکومې پښتونخواه په اذادئ مئينوپښتنو کوم اثرکړې دې. نو زما دا یقین دې چې د اذادئ نمر به د خیبره را خیژی. انشاءالله.

انګریزانو ولې پاکستان پنجاب ته په تحفه کښ ورکړو .

ګوره هرکله چې انګریزانوفیصله اوکړه چې د هندوستان نه د تلو نه پس د ځان د پاره په دې سیمه کښ یو ګډاګې ملک جوړول غواړی. نو د هغوی سره فکر پیدا شو چې ملک خو به جوړ کړو خو هغه به چلیږې څنګه؟ نو انګریزانو په پاکستان کښ هم هغه فارموله د استعمالولو منصوبه جوړه کړه. په کومه فارموله چې انګریزانو د هندوستان ۴۰۰ ملیونه خلق په پیړو خپل غلامان ساتلی وو.بل طرف ته پنجابیانو کله هم د انګریزانو د کالونئ مخالفت نه وو کړې.بلکه دې پنجابی مسلمان فوځونو خو د انګریزانو د پاره په خانه کعبه هم ډزې کړې وې.

هغه فارموله دا وه . هغه وخت په برطانوی هندوستان ۲۰۰،۰۰۰(دوه لکه) فوځ وو. په هغې کښ۴۰،۰۰۰ انګریزان وو. چې هغه تقریبن ټول افسران وو. په باقی مانده فوځ کښ ۶۱ % غیر هندوان وو. او په هغې غیر هندوان فوځ کښ ۷۰ % پنجابی مسلمانان وو.

د انګریزانو په حکومت کښ ۱۲۴۰ بیورکریټس وو. او عدلیه هم د هغوی سره وه. نو په فوځ ، بیورکریسی او عدلیه انګریزانو ټول هندوستان خپله کالونی ساتلې وه. نو کله چې پاکستان جوړ شو. نوانګریزانو ټول پاکستان پنجابی فوج ، بیورکریسی او عدلیه ته په حواله کړو.

په ۱۹۴۷ کښ د بنګالیانو ابادی ۵۶% وه ، د پنجاب ابادی ۲۵% وه او باقی د سنده او صوبه سرحد ابادی وه. بلوچستان په هغه وخت کښ د پاکستان حصه نه وه. لیکن په فوځ ، بیوروکریسی او په عدلیه کښ د پنجابیانو برخه د ۸۰% نه هم سیوا وه. او د انګریزانو په شان ، پنجابیانو هم په دې درې قواو باندې د پاکستان نور قومیتونه په زورخپل غلامان ساتلی دی خو بهادرو بنګالیانو خو ځان اذاد کړو. او اوس د نورو قومونو واردې چې د پاکستان نه اذادی واخلی.او پښتانه به د خپل پلار نیکه وطن سره شاملیږې. او د آفغان اولس د اباسین نه تر د امو دریا پورې د لوئ افغانستان د مودو ارمان به پوره شی .انشا۶لله

د پښتنو او د بلوچو په مینځ کښ د نفاق وجوهات

دا یوه ډیره درد ناکه قیصه ده.

د پاکستان جوړیدو نه پس په۱۵ اپریل ۱۹۴۸ کښ پاکستان په اوچ زور بلوچستان په پاکستان کښ ضم کړو.او د هغه وخت نه په بلوچستان کښ اوور بلیږی.

په ۱۹۴۸ کښ باچا خان د پاکستان په ائین سازه اسملې کښ د پاکستان د وفادارې قسم واغشتو. او د هغې په انعام کښ پښتو له پاکستان په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ کښ د بابړې د قتلې عام تحفه ورکړه. نو دا د حالاتوتقاضا وه چې پښتانه او بلوچ سره په یو سنګر کښ کینی. او بېا چې کله د اوو پارټو نه یوه پارټی نېشنل عوامی پارټی جوړه شوه نو بلوچ او پښتانه هم په دې پارټی کښ وو. او د وخت د تیړیدو سره نیشنل عوامی پارټی تقریبن د پښتنو او بلوچو پارټی شوه.

مولانه عبدالحمید بهاشانی

مولانه عبدالحمید بهاشانی

په پاکستان کې چې کله په ۱۹۷۱ کښ انتخابات اوشول نو په صوبه سرحد او بلوچستان کښ نیشنل عوامی پارټئ انتخابات اوګټل. اوپه مشرقی پاکستان کښ د شیخ مجیب الرحمان پارټئ عوامی لیګ ایتخابات اوګټل.په پنجاب او سنده کښ پیپلز پارټئ انتخابات اوګټل خو پنجاب بنګالیانو ته اقتدار ورکول نه غوښتل. او نتیجه دا شوه ، چې په مشرقی پاکستان پنجابی فوځ وراختو. په د هغه وخت کښ عبدالحمید بهاشانی چی د مشرقی پاکستان د نیشنل عوامی پارټئ رئیس وو، ولی خان له راغې. ولی خان ته ئې اووې ، چې مونږ په مشرقی پاکستان کښ د اذادئ جنګ شروع کړئ نو تاسوهم د اذادئ چغه اووخئ . نو مونږ به هم اذاد شو او تاسو پښتانه به هم اذاد شئ. نو ولی خان ورته اووې چې زه اذادی نه غواړم ، پاکستان زمونږ خوښ دې.

او بیا ولی خان جنرل یحی خان ته چغلی اوکړه چې عبدالحمېد بهاشانی پاکستان ورانوی .

د ۱۹۷۱ د جنګ په دوران کښ ولی خان اجمل خټک له یو خط د جی ایم سید د پاره ورکړو. چه اجمل خټک جی ایم سید ته د ولی خان پیغام ورکړو ، نو هغه د قهره سور شو. چې د ولی خان په سرکښ دماغ نشته بلکه بوس دی پکښ. ولی خان ورته لیکلی وو . چې مونږ د قومیتونو دا کومې خبرې کوو. نواوس پاکستان په تکلیف کښ دې. پکار ده چې دا مونږ پریږدو. او زمونږ دشمن سره جنګ دې، نو مونږ له پکار دی مونږ سره یو شو، هسې نه چې زمونږ وطن پاکستان کمزورې شی.جې ایم سید اووی چې د اذادې تحریکونه خو د داسې موقعو په انتظار کښ وی.

مغربی سرحد خالی پروت وو. خو ولی خان او باچا خان  په پاکستان مئین وو او ظاهر شاه په خپل تخت مئین وو . او د لر او بر یوزائ کول یوهم نه غوښتل.

باچا خان بابا

باچا خان بابا

په دهغه وخت کښ باچا خان په افغانستان کښ وو. نو قبائیلو یوه جرګه جوړه کړه او باچاخان له لاړل. او قبائیلو باچا خان ته اووې چې مونږ له اجازت راکړې او زمونږ کمک اوکړی چې مونږ د پاکستان نه د اذادئ جنګ شروع کړو . ځکه چې پاکستان په مشرقی پاکستان کښ ګیر دې او د هندوستان سره هم په جنګ دې. نو زمونږ اذادی یقینی ده. خو باچا خان ورته اووې چې خبردار پاکستان ته په مغربی محاذ هیڅ مسله پیدا نه کړېئ . بیا هغوې ظاهرشاه له لاړل ، نو هغه ورله هم د باچا خان په شان جواب ورکړو. بیا ظاهرشاه د پاکستان سفارت ته اوولیکل چې د خپل مغربی محاذ نه بلکل بې غمه اووسیئ. په دغه دوران کښ د افغانستان دولت د پښتونستان په باره کښ  د پاکستان خلاف پروپېګنډه هم بنده کړه.

شیرزمان تائیزئ چې په کابل کښ د پاکستان په سفارت کښ د پاکستان د استخباراتي ادارې د اړخه وظیفه سر ته رسوله ، نو هغه به باچا خان له ډیر زیات کور ته راتلو. نو هغو وائی. چې ما یوه ورځ د باچا خان نه تپوس اوکړو. چې د لوئی ا فغانستان متعلق دې څه خیال دې، نو باچا خان ورته په جواب کښ اووې. چې افغانستان خو زمونږ نه هم ۵۰ کاله وروستو دې. نو زمونږ کار څه دې چې افغانستان سره شاملیږو. زمونږ د پاره پاکستان خه دې.

شیر زمان تائيزئ لیکی چې د جنرل آغا یحی خان ، د خپل ورورآغا محمد علی په ذریعه د باچا خان سره خه نژدې رابط وه. آغا محمد علی د پولیسو یو لوئ افسروو. او په کال ۱۹۶۹ کښ چې باچا خان انډیا ته تللو، نو شیرزمان تائيزئ لیکی چې زه او حکیم احسان چې د پاکستان په افغانستان کښ سفیر وو ، باچا خان له کورته لاړو. او ورته مو د یحی خان پیغام ورکړو، چې په هندوستان کښ د پاکستان خلاف څه خبره اونکړی. او باچا خان په ورنړ تندی دا خبره اومنله.

کله چې د مشرقی پاکستان نه بنګله دیش جوړ شو. او بهټو د باقی مانده پاکستان اول مارشل لاء ایډمنسټریټر او بیا د ملک صدر شو. نوپه کال ۱۹۷۲ کښ په صوبه سرحد او بلوچستان کښ نیشنل عوامی پارټئ ته حکومتونه په حواله شو.

ولی خان او ذوالفقارعلی بهټو

ولی خان او ذوالفقارعلی بهټو

بهټو د ولی خان نه تپوس اوکړو. چې د خپلې صو بې ژبه پښتو غواړې او که اردو. نو ولی خان ورته اووې چې اردو. خو بل اړخ ته ولی خان وائې چې باچا خان وائی چې د کوم قوم نه خپله ژبې ،خپل کلتور اوخپل تاریخ هېرشی, نو هغه قومونه سپک شی او د دنیا د سطح نه وروک شی. نو د دې نه خو دا معلومیږی چی ولی خان په پاکستان کښ پښتانه سپکول او د خپل قومیت نه محروم کول غوښتل. او په دهغه وخت کښ خو باچا خان هم ژوندې وو. نو هغه د ولی خان دا فیصله ولې رد نه کړه.

بهټوخوپه کال ۱۹۷۲ کې په سنده کښ سندهی ژبه تعلیمی ژبه کرځولی وه.

د ولی خان د فیصلې نه پس د صوبه سرحد ډیر شاعران او آدیبان ارباب سکندر له د جرګې په شکل کښ لاړل.. ارباب سکندر په هغه وخت کښ د صوبه سرحد ګورنر وو. او هغوی ورته خواست اوکړو. چې پښتو ژبې دې په صوبه سرحد کښ تعلیمی ژبه اوګرزولې شی . نو اربا ب سکندر ورته اووئيل . چې په پښتو ژبه کښ هغه صلاحیت نشته چې دا دې تعلیمی ژبه شی. هغوی ورته د سوات او افغانستان مثالونه ورکړل خو ارباب سکندر د هغوی خبره اونه منله.شی.

څه ورځې پس سلیم راز او قلندر مهمند د عبدالآکبر خان اکبر کتنې ته کور ته ورغلل . نو چې کله په ډوډئ ناست وو نو دوې ورته دا خبره اوکړه. نو د عبدالآکبر خان اکبر په مخ غټې غټې اوښکې را روانې شوې . چې زمونږ دا دومره قربانې ، جیلونه ، مزکې نیلامیدل، کورونه, حجرې سوزېدل ، دا ټول خو مونږ د پښتو د پاره کول.او د پښتو د ترقې د پاره کول. نو چې د نیشنل عوامی پارټئ حکومت راغې نو دوی پښتو شاته اوغورزوله.

د ولی خان یوه ورځ د لاهور د چټان رسالې اسسټنټ اډیټر ، اختر کاشمېری سره انټرویو وه .نو کاشمېری تې تپوس اوکړو چې خان صیب د پښتونستان متعلق دې څه خیال دې. نو ولی خان ورته وائې چې که چا داخبره ثابته کړه . چې ولی خان د پښتونستان نوم هم په خلې اغشتې دې نو ما دې پهانسی کښی. دا نوم خو اول مسلم لیګیانو زمونږخلاف استعمالوو او بیا د ا دافغانستان شرارت وو. بله دا که ما چرته لوئی افغانستان غوښتلې نو ما به د خپلې صوبې ژبه پښتو کړې وه ، اردو به مې نه کوله.ماله مالدار پاکستان خه دې، زما دماغ خراب دی چې غریب افغانستان سره شاملیږم

باچا خان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کښ لیکی چې آفغانستان او انګریزانو به زمونږ خلاف دا پروپیګنډه کوله چې  د صوبه سرحد پښتانه او د افغانستان پښتانه خو یو خلق دې ، نو دوی دې یوزائ شی. دا خبره په باچا خان ډیره بده لګیدله. آصلی خبره دا وه. چې کله په دویم جنګې عظیم کښ جرمنی او اټلی ټول یورپ په مخه را غشتې وو ، او ماسکو ته هم جرمې رانژدې شوې وو. نو اګریزانو دا فیصله اوکړه چې د پښتنو علاقه چې کومه مونږ د افغانستان نه جدا کړې ده. چې دا صبا د جرمنی لاس ته ورځی نو خه به دا وی چې مونږ يې افغانستان ته په حواله کړو. نو په افغانستان به مو احسان هم اوشی. او په مستقبل کښ به زمونږ په کار راشی. نوهغوی د افغانستان سره خبره اوکړه. او افغانستان بیا د حاجی صیب ترنګزئ ځوی د باچا ګل سره خبره اوکړه.

سټالن ، روزولټ ، چرچل

سټالن ، روزولټ ، چرچل

نو په هغه وخت په قبائيلو کښ به د جمعې په ورځ په جماعتونو کښ د افغانستان د باچا د نوم خطبه وئيلې کیده. چې باچا خان خبر شو چې د لوئ افغانستان خبرې کېږی او باچا ګل پکښ سرګرم دې، نو هغه ولی خان په باچا ګل پسې قبائيلو ته اولیږو.نوولی خان ته باچا ګل هم دغه خبره اوکړه چې که لر او بر یوزې شی نو دا خو ډیره خه خبره ده. خو چې کله ولی خان راغې نو باچا خان او ولی خان د افغانیستان خلاف پروپېګنډه شروع کړه. خو چې کله روسیانو ، جرمنیان په مخه واغشتل نو انګریزان د خپلې خبرې نه واپس شو او بیا د لوئ افغانستان خبرا هم بیا داسې پاتې شوه.

اوس به راشو په صوبه سرحد او بلوچستان کښ د نیشنل عوامی پارټئ دورې حکومت ته نهه میاشتې پس چې د بلوچستان او صوبه سرحد حکومتونه ختم کړې شو نو د پښتنو او بلوچو تقریبن ۱۲۰ کسانو باندې د حیدراباد جیل کښ د غدارې مقدمه شروع شوه.

 صمد خان اچکزئ ، ذوالفقارعلی بهټو

صمد خان اچکزئ ، ذوالفقارعلی بهټو

او په دهغه وخت کښ به عبداصمد خان اچکزئ د ذوالفقارعلی بهټو په غیږ کښ ناست وو. او چې کله به بهټو بلوچستان ته راغې نو عبداصمد خان اچکزئ به د هغه د موټر سره داسې منډې وخلې لکه چې څنګه اوس نواز شریف بلوچستان ته راشی او محمود خان اچکزئ د هغه د موټر سره منډې وخی.

خو چې کله په کال ۱۹۷۷ کښ ضیاءالحق د بټهو حکومت ختم کړو او په ملک کښ مارشل لاء اولګیده. نو ضیاءالحق د ولی خان سره د ملاقات د پآره د حیدراباد جیل ته لاړو. نو د ولی خان سره هغه درې خبرې اوکړې. یوه دا چې د داود خان سره خبره ،دویمه دا چې د بهټو سره څه پکار دی او دریمه د بلوچو په باره کښ . چې ضیاءالحق د ولی خان نه رخصت شو ، نویو څو ورځی پس ولی خان د جیل نه خلاص شو. ولی خان خپل بلوچ ملګری په جیل کښ پریښودل او په خپله د جیل نه کور ته لاړ.

په هغه وخت کښ ولی خان ډیر د تنقید د لاندې هم راغلې وو چې خپل بلوچ ملګری ئي په جیل کښ پریښودل او په خپل د جیل نه لآړو.

په ۳۱ دسمبر کال ۱۹۷۷ کښ ایرمارشل نور خان ولی خان مآښام خپل کورته دعوت کړو. نو چې کله ولی خان د ایرمارشل نور خان کور کښ ناست وو، نو ضیاءالحق ورته ټلېفون اوکړو. چې څنګه زما او ستا خبره شوې وه. نو د هغې خبرو په رنړا کښ به یوه هفته پس زه بلوچیان د جیل نه اذادوم . نو ولی خان ورته اووې چې زه په کراچې کې یم ، نو که تاسو د بلوچو د خلاصون اعلان صبا ماښام اوکړو. نو زه به صبا د صحر د بلوچو سره په جیل کښ سپیناوې اوکړم. ضیاءالحق ورته اووې چې زه تا ته یوساعت پس ټیلیفون کووم. نوضیاءالحق ورته یو ساعت پس ټیلېفون اوکړو او ورته ېئ اووئیل چې ستا خبره ټهیک ده او صبا لاړ شه د بلوچوسره خبرې اوکړه.او صبا ماښام به زه د بلوچو د خلاصون اعلان اوکړم.

خیر بخش مری

خیر بخش مری

ولی خان

ولی خان

په صبا ولی خان بلوچو سره د ملاقات د پاره د حیدراباد جیل ته لاړ. اول د خیر بخش مری سره ملاو شو. نو خیر بخش مری ته ېئ اووې چی شیروف ستاسو په مرسته غرونو ته ختلې دې. شېروف بلوچ په جنرل شېروف هم مشهور وو. نو خیر بخش مری ورته اووې چې مونږ شیروف څه پیژنو. مونږ خو تاسره په جیل کښ وو. ته رانه لاړې او مونږ دې په جیل کښ پریښودو. بیا ورته ولی خان وائۍ چې تاسو د کمیونسټانو سره خبرې کړی دی. نوبیا ورته خیر بخش مری اووې چې دا ته څه وائې. بیا ورته خیر بخش مری اووې. چې ولی خانه زه زه چې کوم کار درته فوځ په حواله کړې دې هغه سر ته رسوه.په تلو کښ ورته ولی خان اووې چې باقی زمونږ د پښتنو او بلوچو په مینځ کښ هر څه ختم شو.

بیا ولی خان خیر بخش بزنجو له لاړ نو هغه ته یئ هم هغه خبرې اوکرې. نوخیر بخش بزنجو ورترغاړوتو او ویې ژړل ورته. ولی خان ته ېئ اووې ، ولی خانه په ژوند خو درنه نه جدا کیږم او چې مړشم نوبیا به درنه جدا کیږم. خو ولی خان د ځانه جدا کړو او ورته هم هغه جواب ورکړو چې کوم ېی خیر بخش مری له ورکړې وو.

او دهغسې د پښتنو او د بلوچو هغه عظیم اتحاد او ورورولی د ولی خان او د ضیاءالحق د سازش په وجه تباه او برباد شوه. او دا هرڅه د پنجاب په ګته تمام شول. ځکه چې د پښتنو او بلوچو اتحاد او ورورولی د پنجاب د پاره ډیر لویه خطره وه. او کوم کار چې ضیاءالحق د ولی خان نه اغشتې وو. هغه کار اوس په بلوچستان کښ د پاکستان ائی ایس ائی او آسټیبلشمنټ د محمود خان اچکزئ نه اخلی.چې بلوچ او پښتانه سره یوځائي نه شی.

په پښتونخوا کې ولې زموږ مشران د پاکستان په پارلماني سیاست دومره مین دی نیغه خبره سپینه خبره نه کوي اساسي مشکل چرته دی؟

په کوزه محکومه پښتونحواه کښ دې تش په نوم قام پرسته مشرانو ته خپل قومی مشران وئيل یو ډیر لوئي سوالیه نشان دې. کله چې په کال ۲۰۰۸ کښ په کوزه پښتونخواه کښ په صوبه سرحد کښ د عوامی نیشنل پارټئ حکومت جوړ شو. نوپه هغه وخت کښ عوامی نیشنل پارټئ په ټوله پښتونخواه کښ ټول څه د پاسه ۵ لکه اوټونه اغشتی وو. چې په پښتونخواه کښ د پښتنو ابادی د ۳۰ نه واخله تر ۳۵ ملیونونه ده. د دې نه دا خبره سرګنده ده چې دا تش په نوم قام پرسته مشران د ټولو پښتنو نمائندګان نه دی.

بله خبره دا ده چې دا یوازې د لر خبره نه ده. د برد افغانستان دولت ( اولس نه) هم په دې کښ ګنهنګار دې.

د ډیورنډ لائن د کشالې په شان د هندوستان او د چین مینځ کښ هم یو لائن انګریزی استعمار جوړ کړې دې. چې نوم ئې میکمن لائن دې . چین وائی چې دا زمونږ مزکه او خلق دی . خو هندوستانیان وائی چه دا زمونږ مزکه ده. خو کله چې د دې سیمې خلق د چین سفارت ته د ویزې د پاره ورشی ، نو د چین سفارت ورته جواب ورکړی چی د څه ویزه ، د ویزې ضرورت نشته. چین خو ستاسو خپل ملک دې.

خو چې زه افغانستان ته درځم ، نو اول خو زه د وېزې نه بغېر نه شم درتلې. خو د ویزې د حصول په لړ کښ زه به د آفغانستان نه اول دعوت نامه راغواړم. او بیا به په هغې کښ ۱۲ ورځې لګی چې ماله ویزه راکړی. او که یو پنجابې ویزه اخلی نوهغه به هم دا شرائط پوره کوی. نو دغلته په ما او په پنجابی کښ هیڅ فرق پاتې نه شو. د افغانستان هر دولت ( اولس نه) د کوزې پښتونخواه پښتانه په زور اول د برطانوی هند او بیا د برطانوی هند ناجائره اولاد د پاکستان، جولئ ته ورغورزولی دی.

بل اړخ ته د ورځې خواه او شاه ۵۰ زره افغان اولس بې وېزې پاکستان ته ځی اوراځی

تاسو چرته په دې سوچ کړې دې؟

طورخم بندر

طورخم بندر

بله تاسو دا خبره اوکړه چې د کوزې پښتونخواه پښتانه ولې د پاکستان د پارلیمان سیاست کوی. نو ورور جانه ، خبره بلکل صفا ده. د افغانستان دولت هغوی له د افغانستان د پالیمان د سیاست اجازت ورکوی؟د افغانستان دولت هغوی خپلې سینې ته د خپل ورور په شان رانژدې کول غواړی؟ چې هغوی هم د خپل ملک افغانستان خدمت اوکړی؟ د بده مرغه د افغانستان دولت خو د ډیورنډ کرښه صرف د خپل سیاست او د نمبرو جوړولو د پاره همیشه استعمال کړې ده. او د هغې بد رنګې کرښې ورانولو د پاره یو د افغانستان دولت څه عملی منصوبه لری؟ نه بلکل نه. د افغانستان د سلو (۱۰۰) نه زیات سیاسی ګوندونه دی. د کوم ګوند په منشور کې د اباسین نه واخله تر امو پورې د لوئ افغانستان ذکر شوې دې. او د ډیورنډ لائن د لرې کولو دپاره هغوی څه پروګرام لری؟ هیڅ نه.

پاکستان چې کوم کشمیر ته محکوم کشمیر وائې نو هغه ئې د پاکستان په نقشه کښ شامل کړې دې. ایا د افغانستان په نقشه کښ د ډیورنډ نه ترد اباسین پورې مزکه وجود لری؟

ستاسو په یو سوال کښ ډیر سوالونه دی. د سوال په بله برخه کښ تاسو وائی چې زمونږ مشران په کوزه پښتونخواه کښ ولې نیغه او سپینه خبره نه کوی؟ نو ګرانه هغوی خو بلکل نیغه او سپینه خبره کوی. او د هر یو آفغان دولت ( د اولس نه) د زړه خبره کوی.

چې کله افراسیاب ماصل وو ،نو هغه په یوه غونډه کښ دا خبره اوکړه چې مونږ به د ډیورنډ مزې په مارګله کیدو. نوچې باچا خان د هغې نه خبره شو. نو په ده پسې خبراوکړو. آفراسیاب وائی چې کله مونږ حجرې ته ورغلو. نو مونږ ته ئی د کیناستو هم اونه وئیل او د خلې نه ېئ سروټکې غورزولې. چې ستاسو په دې وړه خله کښ دا دومره لویه ژبه چا اچولې ده. د بره پښتونخواه پښتانه خو په خپله پاونده دی، ته مونږ د هغوی سره شاملې؟

دا خبره افراسیاب په خپله خله امیر حمزه مروت ته کړې ده. امیرحمزه مروت د عوامی نیشنل پارټئ د مرکزی کمیټئ لس کاله غړې پاتې شوې دې او په دې ورځو کښ په کراچې کښ ژوند کوی.

او کله چې افراسیاب تیر کآل په واشنګټن کښ وو . او د سردارعلی ټکر په کور کښ میلمه وو ، نو سردارعلی ټکر ترې نه دا تپوس اوکړو نو افراسیاب جواب ورکړو چې او دا خبره داسې شوې وه.

ولی خان، نسیم ولی خان او اسفندیار ولی

ولی خان، نسیم ولی خان او اسفندیار ولی

کله چې په افغانستان کښ په کال ۱۹۷۸ کښ انقلاب یا کوده تاه اوشوه. او زمونږ د آفغانستان خفه شوې ورونړه او خویندې میندې خپلې سرمائی دارالخلافې پیښور ته راغلل، نو ولی خان به په ډهاګه وئیل چې دا مهاجر چې پاکستان ته را اوبللې شو نو که دوی صبا پاکستان ته څه مسله جوړه کړی نو د هغې به څوک ذمه وار وی. او ولی خان نوره زیاته کړه چی که دې مهاجرو پاکستان ته د څه مسلې پیدا کولو کوشش اوکړه نو ولی خان به اوالنې بنده وی چې ټوپک به ئې راغشتې وی او د پاکستان د دفاع د پاره به د مهاجرو سره جنګیږی. اسفندیار په ټیلیوژن وئیل چې زه به د اخری سلګئ پوری د پاکستان د دفاع او سا لیمیت دپاره جنګیږم .

تیر کال اسفندیار امریکه ته راغلې وو. نو په نیویارک کې پښتنو را غوښتې وو. نو اول د پاکستان ترانه اوغګولې شوه .بیا اسفندیار خپله وینا په اردو کې اوکړه. نو دا اسفندیار هغلته ناستو پښتنو له دا خبر ورکوو. چې زه پاکستانې یم.

نسیم ولی خو وایئ چې مونږ لوئ افغانستان نه غواړو، بلکه مونږ خو وایو چې د آفغانستان پښتانه دې مونږسره یوځاېئ شی. یعنی هغوی دې هم د پاکستان غلامان شی

او پاتې شوه د عدمې تشد د خبره ، نو کله چې په کوزه پښتونخواه کښ به نیشنل عوامی پارټئ په بسونو او بنکونو کښ بمونه خلاصول .چې په مردان کښ په الائیډ بینک کښ ۲۳ ماشومانو د امتحان د پاره په بنک کښ پیسې جمع کولې. او هغه ټول ماشومان مړه شول.  نو په هغه وخت کښ د باچا خان د عدمې تشد د پالیسی چرته وه. او آیا باچا خان د هغې بمونو خلاصیدو مخالفت کړې وو. او نیشنل عوامی پارټی يئ د بمونو د خلاصولو نه منع کړې وه.؟ 

قیام الدین خادم صیب به وئیل ، چې باچا خان یو خان دې ، او د سیاست په جامه کښ خپله خانی ساتی.

د کندهار محمد حنیف صادق صیب ، چې د ظاهر شاه کلتوری مشاور وو، هغه به وئيل ، چې باچا خان او صمد خان اچکزئ هغه اوونې دی چې په خپله هم میوه نه نسی او د دوی د لاندې نورې اوونې هم وده نه شی کولې چی میوه اونیسی.

باچا خان ته افغانستان هله ورپه یاد شو. چې د ده وطن پاکستان پې په جیل کښ خه لوبې اوکړې، نو بیا په ۱۲ دسمبر کال ۱۹۶۴ کښ کابل ته راغې.او د ۲۵دسمبر کال ۱۹۷۲ پورې په افغانستان کښ د یو دروند میلمه په حیثیت میشته وو.

او بیا چی کله واپس پاکستان ته تلو. نو په طورخم کښ پاچا خان یو تقریر وکړ او ویې ویل جې مونږ پښتونستان وګټلو ، پښتنو آزادی ترلاسه کړه ، نشنل پارټۍ انتخابت و ګټل او مونږ آزاد شو. پاچا خان دا خبره هیره کړې وه چې دا انتخابات د پاکستان د ای اس ای او پنجابیانو تر کنترول لاندې دایر شوي وو او دا صوبه د پاکستان یوه صوبه ګڼل کیدله خو پاچاخان ډیر خوشبین و او ډیر ډاډه ؤ چې دوي ازادی تر لاسه کړه. پاچا خان د تقریر په حال کې ؤ چې ارواښاد استاد قیام الدین خادم راپاڅید او په ډیره زړهورتیا یې پاچا خان ته وویل چې پښتونستان آزاد شوی نه دی ، نشنل پارټۍ حکومت راغلی دی خو پنجابیان به ډیر ژر دا د نشنل پارټي د یوې غیر قانوني پارټۍ په حیث اعلان کړي او د نشنل پارټۍ صوبایی حکومت به نسکور شي. همداسې وشول ، نشنل پارټي غیر قانوني اعلان

 — شوه او حکومت سقوط وکړ…فضل الله ریښتین

د خدايئ خدمتګار تحریک مکمل طور یو ناکام تحریک وو. ځکه چې دهغه تحریک د کوزې محکومې پښتونخواه د پښتنو د پاره بغیر د غلامې نه بله څه ګټووره نتیجه لاس ته را نه وړه. ـ او د دې اقرار په خپله باچا خان کړې دې. هغه خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” په دې ټپه ختم کړې دې،

” د زړه په باغ مې ګلې اوشوه            بویه چې بیا سپرلی راځی سپړی ګلونه “

محمود خان د نواز شریف په ترخ کې ولاړ وو او په ټیلیویژن وائی ، چې مونږ به تر قیامته پوری د پاکستان سره یو. او په لندن کې بی بی سی ته په انټرویو کښ وائی چې مونږ به ګیا خرو ، خو د پاکستان فوځ او ائی اس ائی به مضبوطوو.

خو د بده مرغه دافغانستان هر دولت هم دهغې تش په نوم قام پرسته مشرانو سره اړیکې ساتلې دی او اوس ورسره هم ساتی. نو بیا دلته دیو مخلص پښتون قام پرست او په اذادئ مئین پښتون سره شک پیدا شی چې د افغانستان هر دولت او دا تش په نوم قام پرسته مشران په یوه اجنډا په شریکه سره کار کوی.او هغه اجنډا دا ده چې لر ار بر کله هم یوزائې نه شی.

او بیا دې شک ته تقویت نور هم ملاو شی چې اوس پکښ د انګریزانو ستر ایجنټ خان بهادرغلام حید خان شیرپاو ځوې افتاب احمد خان شیرپاوهم د اسفندیار او محمود اچکزئ سره د کابل چکرې شروع کړی دی.او چې واپس لاړ شی نو هر یو جدا جدا ائی اس ائی ته یا استیبلیشمنټ ته خپل مکمل رپورټ ورکړی.

نو ګرانه وروه هغوی خو خپله خبره ډیره نیغه او سپینه کوی. خو مونږ په ځان غوږونه راچولی دی.

په تاریخی لحاظ پښتون له یوې مور او یوه پلار څخه پیدا دی نو بیا ولې یو شمېر په پښتونخوا کې ځان ته پاکتساني پښتون او موږ ته افغانی پښتون وایی دا خبره څومره منطقي دي؟

د دې خبرې جواب ډیر تریخ دې، خواوس د شپ شپ  نه خبره اوتې ده. پکار ده چې خه په ډهاګه شپتالواووئیل شی. بس دې ډیره شوه . اوس دا ټولې خبرې را برسیره کول غواړی چې اخرد کال ۱۸۳۴ نه واخله تر اوسه پورې لراو بریوځائې ولې نه شو.

شیخ مجیب الرحمان پنځه (۵) کاله مبارزه اوکړه . د پاکستان نه ئې اذادی واغشته اود مشرقی پاکستان نه بنګله دیش جوړ شو.

باچا خان په کآل ۱۹۱۹ کې سیاست ته را اودنګل عبداصمد خان اچکزئ په کال ۱۹۲۹ کې سیاست شروع کړو. په هغه وخت کښ پښتانه د انګریزانو غلامان وو. او اوس د انګریزی استعمار د نا جائزه اولاد پاکستان غلامان دی. نو اخر فرق څه شو.

باچا خان ، صمد خان اچکزئ

باچا خان ، صمد خان اچکزئ

خو زه دهلته یوه ډیره اهمه خبره کول غواړم. ” د باچا خان اوعبداصمد خان اچکزئ اولنې ملاقات په دهلی کښ د ګاندهی په کور کښ شوې وو. ” څومره به خه خبره وه چې د دوی ملاقات په کابل کښ شوې وې . خو دهلې د چارسدې او کوئټې نه ډیر نژدې وو او کابل ډیر زیات لری وو. ډېره د شرم خبره ده.

نوراځې چې اوس لږ په دې سوچ اوکړو چی زمونږ دې مشرانو د پښتنو اذادی غوښتله هم او که نه . او دوی د اباسېن نه واخله تر امو افغانستان خپل وطن ګنړلو او که نه؟ او که دوی دا نه غوښتل او چې دا یو حقیقت هم دې ، چې دا دوی چری هم نه غوښتل. نو راځئ چې ځان له خپله لاراوټاکو. او د خپلې اذادئ د منزل په لار تګ شروع کړو.

نوموړې سائنس دان آئن سټآئن وائی ، چې کوم سړې خپل منزل ته په یوه لاره ځی او اونه رسی او دې بیا هم په هغه لاره ځی ،نو د داسې سړی نه بل بیوقوف نه وی. نو ګرانه وروره زه هوښیار نه یم خوځان راته بېوقوف بلکل نه ښکاری.

نو اوس راځئ چې په دې لږ بحث اوکړو. چې لر او بر ولې یوځائې نه شو. ګرانه ، په کال ۱۹۱۹ کښ چې اولنې جنګې عظیم ختم شو ،نو په هغه وخت کښ په لکهنوو کښ یو ملا وو چې د هغه نوم وو ، مولانه عبدالباری جان. نوهغه یوه فتوه ورکړه چې هندوستان دارالحرب دې او پکار ده چې د دې نه هجرت اووشی. نو بله لارخونه وه نو خلق افغانستان ته په هجرت روان شو.

نوپه هغه هجرت کښ باچا خان هم کابل ته لاړو.او هغلته ېئ د امان الله خان سره ملاقات اوشو. نو امیر امانالله خان ورته اووې. چې زه د کوزې پښتونخواه پښتنو له د کندوز او مزار شریف دا ټوله علاقه درکوم. او تاسو پکښ خپل ځان له حکومت جوړ کړئ . زه درسره کمک کوم. خپل فوځ تیار کړئ په هغې کښ درسره هم کمک کوم. اوکه دا نه کوېئ ، نو چې اوس څوک راغلې یئ ، نو که څوک فوځ کښ برتی کیږئ نو فوځ ته لاړ شې ، که څوک تعلیمونه کوئ نو کالجونو او یونیورسټو ته لاړ شې. امیر امان الله خان ېو ډیر زاغ انسان وو. د هغه دا خیال وو . چې که په هره طریقه وی ، خو که دا پښتانه دلته په افغانستان کښ پاتې شی نو د دوی جړرې به په کوزه پښتونخواه کښ وی. اود هغه شان به د لر او بر په مینځ کښ فاصلې وروکې شی. او که د دوی خپل فوځ تیار شی نو که د آفغانستان او د کوزې پښتنونخواه فوځ سره یوشی نو مونږ به په شریکه د انګریزانو نه د اباسین پوری دا خپلی علاقې واپس واخلو. امان الله خان ، باچا خان ته تر دې اووئیل چې د افغانستان په کمک چې تاسوکوم حکومت جوړ کړئ نو افغانستان به په هغې کښ هیڅ مداخلت نه کوی.او که تاسو کوم بیرون مملکتونو سره تعلقات ساتئ نو هم به پکښ مونږ غم غرض نه ساتو.

خو د بده مرغه باچا خان ورسره دا یوه خبره هم اونه منله او واپس چارسدې ته راغې.

په چارسده کښ يئ د انجمن اصلاحې افاغنه بنیاد کیښودو. چې هغوی به سکولونه جوړول. او عبدالاکبرخان ا کبر به د هغې نګرانی کوله. ځکه چې هغه په خپله هم یو ډیر لوئ عالم سړې وو.

بیا په کال ۱۹۲۷ کښ دوی د افغان جرګې بنیاد کیښودو. چې په خلقو کښ دغلطو رسمونه او رواجونه مخ نیوه اوشی. بیا په کال ۱۹۲۹ کښ د خدائی خدمتګار تنظیم بنیاد کیښودې شو چې دا به یو غیر سیاسی باوردی تنظیم ویاو د انجمن افاق افاغنه او د افغان جرګې حفاظت به کوی.

په دغه دوران کې امان الله خان د تخت نه لرکړې شوې وو او بیا د یو مشکی ځوئ بچه ثقه راغې چې بیا نادر شاه هغه لر کړو او په خپله باچا شو. خو د باچا کیدو نه مخکښ نادرشاه به دا وئیل چې زه بچه ثقه لرکووم نو بیا امان الله خان واپس راولم . نو کله چې بچه ثقه د تخت نه لرکړې شو نو په کوزه پښتونخواه کښ په هفتو هفتو جشنونه وو. غرابېنونه به خلاصیدل. او خلقو به وئیل چې شکر دې چې زمونږ باچا  امان الله خان به واپس راشی. خو چې کله نادرشاه بچه ثقه لرکړو نو بیا ئې سترګې په بډه کړې. او په خپله بادشاه شو.

په دهغه وخت کښ د نادر شاه د وعده خلافئ په وجه مهمند را پاسیدل چې په نادر شاه حمله اوکړی. خو انګریزانو په هغوی دوړه دبکه اوکړه او هغوی پاتې شو. خو د وزیرستان خلق حملې ته چمو وو او د انګریزانو خبره ېې نه منله . نو انګریزانو په هغوی بمباری اوکړه . نو دهغسې هغوی په نادر شاه حمله اونکړه.

انګریزانو به همیشه دا خبره کوله  چې مونږ خو د کوزې پښتونخواه پښتانه د خپل وجود ، د خپل بدن نه راجدا کړل . او مونږ ډیر کوشش اوکړو چې د کوزې پښتونخواه د پښتنو مخ د کابل نه دهلی ته راواړوو. خو مونږ د دوی مخ د کابل نه دهلی ته راوانړولې شو. او هغوی هم هغه شان وائي  چه زمونږ وطن افغانستان دې.

خوپه کال ۱۹۳۰کښ باچا خان لاړو اود کانګرس سره ئې الحاق اوکړو. او

هغه کار چې کوم انګریزانونه شو کولې، هغه باچا خان اوکړو . او د کوزې پښتونخواه د پښتنو مخ ئې د کابل نه دهلی ته واړولو. او باچا خان د کوزې پښتونخواه د پښتنو په غلامې باندې مهر الګوو.

بیا چې باچا خان د خدائی خدمتګار غونډه را اوغوښته .او په هغی کښ باچا خان اووی.چې مونږ د خدائی خدمتګار الحاق د کانګرس سره اوکړو. او افغان جرګه ختمه ده . او بله جرګه به اوس جوړو او نوم به ورله کانګرس جرګه ږدو. نو په دې دواړو فیصلو سختې نیوکې اوشوې.

عبدالاکبر خان اکبر ، محمد اکبرخادم ، میان آحمد شاه ,سمندر خان سمندر ، خان میرهلالی او عباس پریجخیل باچا خان ته اووې. چې کانګرس به مونږ سره دهوکه اوکړی. دا ډیر بې اعتباره خلق دې.صبا به مو په ډهاګه پریږدی او دوی به رانه ځی. او که تاسو غواړی چې کانګرس جرګه جوړه کړې نوجوړه ئې کړه خو افغان جرګه د خدا د پاره مه ورانوې. خو باچاخان یوې خبرې منلو ته تیارنه وو. اونتیجه دا شوه چې عبدالاکبر خان اکبر ، محمد اکبرخادم ، میان آحمد شاه ,سمندر خان سمندر ، میر هلالی ، عباس پریجخیل چې د خدائی خدمتګار ، انجمن افاق افاغنه اودافغان جرګې ستنې وې د دې تنظیمونو نه.استعفاګانې ورکړې. .اودهغه شان باچا خان خپل ملګری د کانګرس د پاره اوغورزول.

حالانکه دا ټول ډیر پوهه خلق وو. باچا خان خو بې تعېلیمه سړې وو. او نه د لوستلو ، لیکلو سره څه شوق لرو. ټول کاردې پوهانو کوو او نوم بې پې د با چا خان کوو.

صنوبرخان کاکا جی خو د مخکې نه باچا خان سره لارې جدا کړې وې

محمداکبرخان خادم په دې وئېلو مجبور شو. چې باچا خان مونږه هم تباه کړواو پښتانه ېې هم تبا کړل. او دا ټپه ېې اولیکله

باچا امام زه معتدی ووم
ګاندهی امام شو ځکه ځان له نیت تړمه

محمد اکبر خادم د عدمې تشد د سخت خلاف وو. هغه به وئیل چې د مار نه زهر اوباسې نو هغه مئيې(کب) شی او چې مئيې شی نو بیا ېې هرڅوک خری.

حاجی صاحب ترنګزئ لګیا دې د اذائ جنګ کوی. فقیرایپی لګیا دې د انګریزانو خلاف جنګ کوی . په ټولو قبائیلو کښ د انګریزانو خلاف جنګونه روان وو . او باچا خان د عدمې تشد د فارموله را اویستله. عدمې تشد د ته ډیرو مشرانو د نامردې فلسفه وئيله ده.

.او دا بیا حا لاتو ثابته کړه چې هندوانو پښتنو سره دهوکه اوکړه .د باچا خان خبره پښتانه ې د شرمخ خلې ته ورواچولو. اول ېې ښه په انګریزانو او ډبول او بیا ېې پاکستان ته په حواله کړو، چې اوس ېې تاسو ډبوې.او په خپله ېې اذادی واغشته.

خو چی کله تاریخ دا ثابه کړه چې هندوانو د پښتنو سره دهوکه اوکړه ، نو د دې نه دا ثابته شوه چې چا د کانګرس د آلحاق مخالفت کوو. د هغوی پوهه ، عقل او دوراندیشی د با چا خان نه ډیره زیاته وه.

خدائی خدمتګار خپل ټول اختیار کانګرس ته په حواله کړل. او پښتانه د کانګرس ډنډامار شو. په ۱۹۳۰ کښ کانګرس د سول نافرمانی اعلان په دهلی کښ اوکړو او اوور په ټکر,ګوجرو ګهړې ، لوند خوړ ، هاتی خیلو او پیښور بلېدو.

ولی خان به خلقو ته وئیل چې مونږ ځکه کانګرس سره الحاق اوکړو. چې افغانستان په خپله کمزورې وو. نو د ولی خان دې منطق ته که اووکتل شی. نوچې که خپل ورور دې غریب وی. نو که دشمندې مالداروی. نو هغه ولی خان ته قبول وو خو خپل غریب ورور ورته قبول نه وو. ډیره د شرم خبره ده. دا خو نه پښتو ده، نه غیرت دې، نه پښتونولی او نه پت دې.

بل به دوی خلقو ته وئیل چې په مونږ د حکومت له اړخه ډیر ظلم کېدو. خودهلته یو سوال پیدا کیږی چې د ټکر,ګوجرو ګهړې ، لوند خوړ ، هاتی خیلو او پیښور قتلې عام د کانګرس سره د الحاق نه مخکښ شوې وې او که د الحاق نه پس . دا هر څه د کاګرس سره د الحاق نه پس شوې وو.

بل باچا خان وائې چې مونږ اول مسلم لیګ سره خبره اوکړه.خو مسلم لیګ انکار اوکړو. بل ځائ کښ دا وائي چې مونږ ته وئيلی شوې وو چې انګریزان مو وژنی.خو د دې یوې خبرې هم ثبوت نشته. او د کانګرس سره الحاق د باچا خان بلکل ذاتی فیصله وه.

په کال ۱۹۳۷ کښ چې کله په برطانوی هند کښ انتخابات اوشو. نو په ۱۱صوبو کښ په ۸ صوبو کښ کانګرس انتخابات اوګټل . چې په هغې کښ صوبه سرحد هم شامل وو. په هغه وخت کښ په ائین سازه اسمبلی باندې د کانګرس مکمله قبضه وه. نو که باچا خان غوښتې ، او کانګرس ته ېئ وئیلې وو، چې مونږ اذادی غواړو. او قرارداد ئې د ائین سازه اسمبلې نه منظور کړې وو. نو ائینی طور به پښتانه اذاد شوی وو.خو باچا خان خو د پښتنو آذادی نه غوښته. په هغه وخت کښ په هندوستان کښ ۶۴۰ ریاستونه وو. د باچا خان دا خیال وو. زمونږ علاقه به هم یو ریاست شی او مونږ به یئ بادشایان ، شهزادګان او شهزادګئ شو. او د دوی دا خیال وو. چې د دوی دا ارمان د افغانستان سره په یوزیکیدو کښ نه پوره کېېږی.

جناح، لارډ ماونټبیټن ، نهرو

جناح، لارډ ماونټبیټن ، نهرو

په ۱۹۴۷کښ چې کانګرس د مسلم لیګ او وائسرائ لارډ ماونټ بټن سرهغونډه اوکړه ، او په هغې کښ کانګرس د مسلم لیګ او وائسرائ لارډ ماونټ بټن سره دا خبره اومنله چې صوبه سرحد به د پاکستان حصه شی. نو د غونډې نه پس کانګرس د ورکنګ کمیټئ اجلاس را اغوښتو. په هغې اجلاس کښ باچا خان هم را اوغوښې شو. ځکه چې باچا خان د ورکنګ کمیټئ ممبر وو. چه کله په اجلاس کښ دا خبره اوشوه ، چې مونږ د مسلم لیګ او د لارډ ماونټ بیټن سره دا خبره اومنله چې صوبه سرحد به د پاکستان حصه وی. نو مولانه ابولکلام اذاد په خپل کتاب اذادی هند کښ لیکی. چې د باچا خان خله کهولاو پاتې شوه او تقریبن ۲۰ منټه ترې بلکل خبرې نه شوې کېدې. او بیا اووې چې مونږه مو د شرمخ خلې ته ورواچولو او راپاسېدو. غنی خان وئیل چې باچا خان راغې نو ما ورته اووې چې خلقو ته اووایه چې کانګرس مونږ سره دهوکه کړه. خو باچا خان داسې اونه کړه.

بیا مولانه آبوالکلام اذاد لیکی چې د خدائی خدمتګار سیاسی واګې خو د کانګرس په لاس کښ وې. نو چې کله د دوی نه کانګرس لاس واغشتو نو بیا د دوی نه لار وروکه وه چې څه اوکړو.

خو چې کله باچا خان د دهلی نه مخ تورن راواپس شو. نو پکار خو دا وه چې په هغه وخت کښ ئې د لوی افغانستان خبره کړې وې. خو بیا ېئ هم لوی افغانستان سره خپله دوشمنې له دوام ورکړو.

نو بیا ېئ پښتنو له د سترګو تورولو د پاره په ۲۱ جون په بنو کښ د اذاد پښتونستان قرارداد پاس کړو. خو دهلته یو سوال پیدا کیږې . چې دوی د اذاد پښتونستان خبره کوله نو د بره پښتنونخواه سره به ېئ څه کول. او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې آفغانستان وو نو د اذاد پښتونستان د نوم اغشتو هډو څه ضرورت نه وو.

باچا خان د بنو په غونډه کښ شرکت نه وو کړې ځکه چې هغه ته پته وه چې دا هڅې پښتنو له وقتې طور سترګې تورول دې

او بیا وروسته باچا خان وئېل چې مونږ په پاکستان کښ د خپلې صوبې نوم پښتونستان غواړو.

نو چې کومه خبره په کال ۱۹۳۰ کښ عبدالاکبر خان اکبر ، محمد اکبرخادم ، میان آحمد شاه او هلالی، باچا خان ته کړې وه. چې دا هندوان په مونږله دهوکه راکړی. نو هغه باچا خان ته په کال ۱۹۴۷ کښ ثابته شوه چې هندوانو ورسره دهوکه اووکړه. او دهغسې د ۱۹۴۷نه پس د پښتنو د غلامې یو بل دورد باچا خان دلاسه شروع شو.

غنی خان

غنی خان

د پاکستان جوړیدو نه پس غنی خان اووئیل چې د پښتنو کور ته راغلې اذادی د توروغرونو شاه ته لاړه.

حالانکه باچا خان او عبدالصمد خان د خپل پلار نیکه وطنافغانستان  سره دومره غداری او د کانګرس دومره خدمت کړې وو. چې باچا خان ته د سرحدی ګاندهی او عبدالصمد خان ته د بلوچستان د ګاندهی خطابات ملاوشوی وو. دا به څومره د خوشحالئ خبره وه چې که دوی د لر او برد یوځائې کیدلو د پاره هلې ځلې کړې وې او یو ته د سرحدی احمد شاه بابا او بل ته د بلوچستان احمد شاه بابا خطابات ملاو شوې وې.

د امان الله خان خور شفیقه بی بی پیښور ته راغلې وه نو هغې سلیم راز ته وئیلی وو. که باچا خان په ځائ د دې چې کانګرس سره ېې خبره کړې وې، نو که هغه د افغانستان سره خبره کړې وې. نو لر او بر به پخواه  یوزائ شوې وو.

د لوی افغانستان جوړیدل یو شمېر پښتنو او نورو ته خیال ښکاري ایا د خیال دی که حقیقت ؟

ګرانه د لوئ افغانستان جوړیدل نه صرف چې حقیقت دې بلکه دا زما ایمان دې چې یوه ورځ به لوئ افغانستان جوړیږی. خو د ۱۸۴۹ نه پس نه په برکښ اونه په لر کښ د لوئ افغانستان د پاره هیڅ کارنه دې شوې. په لر او بر دواړو کښ په دې مسله صرف سیاست شوې دې. په لر کښ چې کوم تش په نوم قام برست مشران وو. هغوی خو د لوئ افغانستان سوچ قدر ته هم ډیر سپک کتلی دی. چې ما يې مخکښ په تفصیل سره ذکر کړې دې. او چونکه د بر د افغانستان دولت هم دا نه غوښتل . نو په دې وجه د افغانستان د دولت اود کوزې پښتونخواه د تش په نوم قام برست مشرانو د یو بل سره ډیر خه تعلق پاتې شوې دې. او د ۱۹۶۵ د پاکستان او د هندوستان په مینځ د جنګ په وخت کښ او بیا په ۱۹۷۱ کښ په مشرقی پاکستان کښ دجنګ په وخت کښ د ظاهرشاه ، باچا خان او ولی خان د لوئ افغانستان په باره کښ مجرمانه ، غدارانه او وطن فروشانه کردار د چا نه هم پټ نه دې.

ولی خان په خپل کتاب ” باچا خان او خدائي خدمتګار ” کښ لیکی چې ظاهرشاه په کوزه پښتونخواه کښ قیوم خان له ۲۸ لکه پاکستانی روپې په کال ۱۹۷۱ کښ د انتخاباتو په دوران کښ د ننګ یوسفزی په لاس لیږلې وې چی عوامی نیشنل پارټی انتخابات اونګټی.

او بیا خاصکر د داود خان په وخت کښ خو د اذاد پښتونستان شعار ، د پښتنو او د بلوچو حق خودارادیت ته راکوز شو. او بیا چې د کال ۱۹۷۸ په اوائیلوکښ ېئ د ایران د بادشاه رضاشاه پهلوی سره کومه خبره اوشوه. نو هغه د کوزی پښتونخواه د پښتنو سره ډیر لوئ ظلم او زیاتې وو.

   یو امریکائي لیکوال بروس رائېډل په خپل کتاب ” مونږ څه اوګټل” ( وټ وی ون) کښ داسې لیکی :

رضاشاه پهلوی داود خان ته اووې چې زه به درله درې(۳) بلینه ډالره درکړم خو ته ډورنډ لائن بین المللی سرحد اومنه. نو داود خان ورسره دا خبره اومنله. او فیصله په دې اوشوه چې په جولائی ۱۹۷۸ کښ به رضاشاه پهلوی کابل ته په سرکاری دوره راځی او بیا به داود خان په ستمبر ۱۹۷۸ کښ واشنګټن ته ځی او د ډیورنډ لائن مسله به حل کیږی. خو په اپریل کښ په افغانستان کښ انقلاب راغې اود کوزې پښتونخواه دمزکې او د پښتنو د سر سودا په ځائ پاتې شوه. ګنی داود خان د ډیورنډ د کرښې نه واخله تر د اباسین پورې د پښتنو مزکه او د ۳۰ نه واخله تر د ۳۵ ملیونو پورې پښتانه په درې (۳) بیلینه ډارله خرڅ کړی وو.

بله دا چې د چا په وهم و ګمان کښ هم نه راتله چې یوګوسلاویه به ټوټې ټوټې شی . چا دا تصور کولې شو. چې د شوروی اتحاد نه به ۱۵ ملکونه جوړیږی. چا دا وئېل چې د برلن دیوال به ړنګ شی. خو دا هرڅه اوشول. پنجابیان وائی چې زمونږ سره ۲۰۰ نیوکلیئروارهېډز دی.او ۵ لکه فوځ دې راسره. زمونږ ملک ته هیڅ څوک څه نه شی وئیلې. خو د شوروی اتحاد سرا ۴۰۰۰۰ نیوکلیئر وارهېډز وو او درې(۳) ملیونه ورسره با قاعده فوځ وو. خو د سترګو په رپ کښ ټوټې ټوټې شو.  نوګرانه انشاءالله چې لوئ افغانستان به جوړوو.

زه په خپلو افغانی سترګو اباسین لیدل غواړم د پاکستان د غلامئ په ستورګو نه

لوئ افغانستان ستاسي اساسي ارمان دی او تاسې ورته مبارزه کوئ څه فکر کوي پرته له لوی افغانستان څخه په سمیه کې او په لوی وطن کې امن ممکن دی ؟

د لوئ افغانستان نه علاوه زه په لر او بر کښ هیڅ امن نه وینم . مونږ باندې د تیرو ۳۵ کالو راسی غیراعلانیه جنګ راتپل شوې دې. زمونږ وطن په هر لحاظ سره تباه او برباد شو. ۲ ملیونه خویندې، ورونړه، ماشومانځوانان مو د لاسه ورکړه.شهیدان شول. اوسنې او راتلونکې نسل موتباه شو. دشمن ښکاره دې پټ نه دې. په منت زارو او نشوه. نور په کورونو کښ ژړا اوریدلې نه شم. د خیبر ، د بولان د کرم درې د احمدشاه با با د قدمونو په انتظار دی. نور د امو او اباسین اوښکو ته کتلې نه شم.

نور د خپلو خویندو میندو تاله واله اوربل راله د غیرت په سترګو کښ ګوتې رامنډی. په خیبر اوور بلیږی، شمشاد سوزی ، د باګرام نه لمبې خیژی. لیمو کښ اوښکې اوچې شوې.ککۍ د رونړ سحر په انتظار ستړې شوې . د انتظار ډیوې په سلګو دی.

:نور

د سحر نمر به د خیبره خیژی            ګنی ورخیژم اسمانونه شلوم

یو ویشتمه پېړئ او د پښتون او د پښتو حالاتو ته په کوم نظرګورې؟ ځه کول پکار دی اساسي د حل لار څه شی دی څنګه کولی شو چې لراوبرافغان په یو لوی قوت بدل کړو موږ ته څه کول پکار دي

د خپلو څلویښتو (۴۰) کالو د مبارزې ، د تحقیق ، د تجربې او د د نیا د پیچ و خم په رنړا کښ ما د دی د پاره یو جامع ، سکوټلې او عملی پلان جوړ کړدې. او زما دې په خپل وجدان ، او دخپلې پښتنې مورپه شودو قسم وی . چې د دغه پلان په برکت به لر او بر یوزائ کیږی. اویو ځل به بیا د لوئ افغانستان بیرغ د اباسین نه تر د امو پورې په هر کور رپیږی. خو دا پلان زې په انټرویو کښ وئیل نه غواړم.

ستاسې پيغام لراو بر افغان ته څه دی

د بل په غلامئ کښ د هره ورځ د مرګ نه خه داده چې سړې په یوځل مړ شې خوچې خپله اذادی واخلې .غلامی یو لعنت دې او اذادی د الله پاک نعمت دې. اختیار ستاسو ، چې کوم غواړئ .خوشحالی په اذادئ کښ پټه ده او اذادی په زړورتیا او مبارزه کښ . په دنیا کښ چی کوم خلق د حالاتو سره سمجهوته کوی هغه خلق تبدیلی نه شی راوستې

زه د آذاد آفغانستان او د محکوم آفغانستان “کوزه پښتونخواه” ټول افغان اولس ته دا وئيل غواړم ، چې تاسو په خپله ټوله کورنئ کښ ماله یو یو ځوان راکړئ ، نو زه به تاسو له اباسین درکړم .

او زه د کوزې پښتونخواه هغو پښتنو ته وایم. چې کوم پاکستان خپل وطن بولی. چې که تاسو پاکستان کښ اوسیدل غواړئ نو بیا به په هغو اصولو چلیږئ چې کوم پاکستان په کال۱۹۴۷ کښ اختیار کړی وو. هغه دا چې کومو خلقو د خپل پلار نیکه وطن هندوستان سره غداری کوله نو هغوی خپل وطن پریښودو او پاکستان ته راغلل. نو که تاسو هم د خپل پلار نیکه د وطن افغانستان سره غداری کوئ نو بیا ځې پنجاب ته. ځکه چې پنجاب پاکستان دې او پاکستان پنجاب دې. د اباسین پورئ مزکه د افغانستان مزکه ده او په دې به ا فغانان اوسی

د لر او بر ټول افغان اولس ته په دواړو لاسو سلام ، پاکې هیلې او نیکې پېرزوئنې. په لوئ الله مو سپارم.

په درانوی مشال خان ټکر.

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "د مشال خان ټکر تاریخی انټرویو"

Leave a comment