د سلما بند د ویجاړولو لپاره د ایران هڅه ناکامه شوه

د سلما بند د ویجاړولو لپاره د ایران هڅه ناکامه شوه

 کره راپورونه وايي چې ایراني عناصر د افغان ورانکارو په مرسته هڅه کوي چې په هرات کې د سلما بند، چې د هند په مرسته جوړ شوی دی، ویجاړ کړي.

ایران تر دې پخوا هم د دې بند د ورانولو ګڼې هڅې کړې وې چې په نتیجه کې یې د دغه بند د جوړېدو کار نژدې یوه لسیزه وځنډېده.

د سلما بند، چې د هند او افغانستان د دوستۍ برېښناکوټ نومول شوی دی، ساتونکي قوماندان ولي محمد رشیدي د جمعې په ورځ /دسمبر۴/ وویل چې بند ته نژدې یې ۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد نیولي دي.

ده زیاته کړه:«له هغه موټر سره، چې دا چاودېدونکي مواد مو پکې وموندل، د ایران د سپاه پاسداران د انقلابي ځواک مخابرې او یونیفورم هم ترلاسه شوي دي.»

د افغانستان حکومتي چارواکو په ځلونو د هرات د سلما، د فراه د بخش اباد او د نیمروز د کمال حان بندونو د مخنیوي لپاره د ایراني عناصرو د ورانکارو هڅو په اړه شکایتونه کړي دي. ایران هم په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو سره خپل مخالفت پټ کړی نه دی او په ښکاره یې ویلي چې که دا بندونه جوړ شي ایران ته به د اوبو بهیر ټکنی شي.

د سلما بند قوماندان ولي محمد رشیدي وايي، په ایران کې ځیني عناصرو غوښتل چې دا بند په چاودېدونکو موادو والوزوي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د سلما بند د امنیت د ټینګښت لپاره یې تدابیر سخت کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي جنرال عبدالرزاق سیغاني د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا وزارت به هیڅوک پرېنږدي چې سلما بند ویجاړ کړي.

ده همداراز وویل چې د بند د ساتنې لپاره ۳۰۰ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

سیغاني ونه ویل چې د ایراني اجیرانو له لوري دغه بند ته خطر متوجه دی.

سره له دې چې د نیمروز، فراه، او هرات چارواکو او امنیتي مقاماتو په ځلونو د ایران د ورانکارو هلوځلو یادونه کړې خو په تېرو ۱۴ کلونو کې د کابل پالیسي دا وه چې په مستقیم ډول ایران یاد نه کړي ځکه چې هغوی فکر کوي چې په یوه وخت هم له ایران او هم پاکستان سره لانجه د افغانستان ستونزې ډېرولی شي.

د سلما بند بشپړ شوی او اوس د اوبو زېرمه کول پکې پیل شوي. ټاکل شوې ده چې راتلونکی پسرلی به له دې بند څخه هرات او شاوخوا سیمو ته یې برېښنا ورکړي. حاضردمه د هرات ښاریان د ایران وارداتي برېښنا کاروي.

تاند-

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "د سلما بند د ویجاړولو لپاره د ایران هڅه ناکامه شوه"

Leave a comment