د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پلان د بدلېدو احتمال تایید کړ

A soldier stands guard near a C-17 Globemaster III aircraft sitting on the tarmac at Kandahar Air Base December 8, 2013. U.S. Secretary of Defense Chuck Hagel was flew on the aircraft to the air base to thank the troops for their dedication and for being deployed during the holiday season. REUTERS/Mark Wilson/Pool (AFGANISTAN - Tags: MILITARY TRANSPORT) - RTX16A0K

 د امریکا دفاع وزیر اش کارتر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په باب د ولسمشر اوباما په پلان کې د بدلون احتمال تایید کړ.

د ولسمشر اوباما له پلان سره سم باید د راتلونکي کال په پای کې له افغانستانه د امریکا ۹۸۰۰ پوځیان ووځي او یوازې ۱۰۰۰ تنه د سفارت د ساتنې لپاره پاتې شي.

پرون نیویارک ټایمز د نورو امریکايي چارواکو په قول په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو د وروستیو پرمختګونو او د جګړې د تېزولو له کبله به اوباما له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان وځنډوي (نور)

ښاغلي کارتر د چهارشنبې په ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ کالني کنفرانس ته په وینا کې وویل چې امریکا په افغانستان کې د پوځي هلو ځلو په برخه پر درو اقداماتو غور کوي.

لومړی ګام د ولسمشر اوباما پرېکړه ده چې ځواکونه وایستل شي.

دوهم ګام دا دی چې د ځواکونو ایستل له ۲۰۱۶ وروسته وخت ته وځنډول شي او شرایطو ته پام په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه پرېکړه وشي.

ښاغلي کارتر وویل چې د امریکا ناټو متحدان هم ورته فکر لري.

ده تېره اوونۍ د ناټو تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د دغه تړون مرکز ته سفر وکړ او له هغوی سره یې له ۲۰۱۶ وروسته په افغانستان کې د امریکايی او ناټو ځواکونو د حضور د دوام په اړه خبرې وکړې.

کارتر وویل چې درېم انتخاب دا دی چې سپینې ماڼۍ ته د ۲۰۱۷ کال په وړاندې کوونکې بودجه کې به د افغان امنیتي خواکونو د ملاتړ لپاره زیاته مالي مرسته وغواړي څو افغانستان په ۲۰۱۷ او له هغه وروسته ۳۵۲ زره ځواکونه وساتلی شي.

کارتر افغان امنیتي ځواکونه هم وستایل، ویې ویل چې هغوی تکړه جنګیالي دي او په سختو شرایطو کې یې د خپل هیواد دفاع وکولی شوه.

تاند-

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د پلان د بدلېدو احتمال تایید کړ"

Leave a comment