( درمسال له خټې (دریمه لیکنه

صوفی جمعه خان

 درمسال له خټې
-(دریمه لیکنه)-

ګرانو ورونړو او خویندو ، ما د صوفی جمه خان کتاب درمسال کې خټېاوکتلو ـ په هغې کې څه ډېرې خبرې داسې دی چې هغه زمونږ د ټول افغان اولس د پاره که په اذاد افغانستان کې اوسی او که په محکوم افغانستان په کوزه پښتونخواه کې اوسی ، ډېرې د اهمېت وړ دی ـ نو ما دا فېصله اوکړه چې زه د هغه کتاب نه څه معلومات تاسو سره شرېک کړم ـ که هغه صحېح لېکلی او که غلط ، فېصله په تاسو ـ او که د چا څه نېوکه وی، نو صوفی جمعه خان په پاکستان کې ناست دې او هغوی ترېنه په خپله معلومات کولې شې ـ مشال خان ټکر


درمسال له خټې

د پښتنو تاریخ هم عجیبه تاریخ دې. د افسوس خبره دا ده چې زمونږ تاریخونه نور خلک لیکیهغوی یې چې لیکی نو زمونږ داستانونو ته غوږ نه ږدی. دا ځکه چې مونږ رښتیا وایو، لیکو او نه د رښتیاوء داوریدلو حوصله لرو. مونږ هر کار او عمل په توکل کوو. عواقب یې نه سنجوو او نه یې عواقب منو. ولی خان پخپل کتاب باچا خان او خدایې خدمتګارکې د دغه واقعاتو هډو ذکر نه دې کړې. چې د ده دغلطو انګیرنو او فیصلو په نتیجه کې منځته راغلی دې.

د هندوستان او پاکستان د دوو دولتونو د منځته د راتګ په درشل کې د غنی خان د مشرې لاندې زلمې پښتنون جوړشو. د دې د پاره جوړ شو چې د اذادئ جنګ اوکړی. مګر نه غنی خان دغسې جنګ پر مخ بوتللې شو اونه د دغه سازمان تر شا دکانګرس او خدائي خدمتګارو تحریک د دې جوګه وو. زلمی پښتنون ځینې کارونه اوکړل خو هغه د یادونی وړ نه دی. زلمی پښتنون فقط دومره کار وکړ چې د ځینې هندوانو کورونه او د هغوی دکانونه یې د مسلم لیګی بانډونو د حملو نه بچ وساتلو مګر د پیسو په بدل کې پیسه زلموته ن تلله بلکه رهبرانو په پټه اغستله.

د غه شان یوه بله واقعه ۶ مئ ۱۹۷۰ کې د نېپ د شاهی باغ پیښور په جلسه کې اوشوه چې د پښتون زلمی اعلان آوکړې شو او ولی خان ېې سالارې اعلی شو. یعنې د نیپ د صدر سره سره د پښتون زلمی مشری یې هم واغشته چې د دهغې عهدې د پاره جوړ نه وو. مګر دغه عهده په مناسب سړی باندې خاندانی او مورثې سیاست نه پیرزو کوله. د دغه اعلان نه پس انتخابات اوشول . پاکستان دوه ځایه نیم شو. یو ټوټه بنګله دیش شوه. د بهټو صاحب سره د طاقت فرسا مزاکراتو نه پس د نیپ او جمیعت الاسلام صوبایې حکومتونه مینځ ته راغلل. اپریل ۱۹۷۲ کې بلوچستان او زمونږ صوبه کې د نیپ ایتلافی حکومتونه جوړشو. او بیا په ا۹۷۳ فرورې کې دغه حکومتونه بهټو صاحب ړنګ کړل. بلکه زمونږ د صوبې حکومت احتجاجآ استعفی ورکړه. نو دغه وخت پښتون زلمې بیا را یاد شو . ولی خان دغه ذمه واری افضل خان لاله ته حواله کړه. چې پښتون زلمې منظم کړی. هغه د پښتون زلمی د کمانډرې اعلی عهده سمبال کړه.

په نیپ کې غوث بزنجو د بابائ بلوچستان په ځائ په بابائ مزاکرات باندې مشهور کړې شوې وو. ځکه چې هغه بیا هم بهټو صاحب سره د مزاکراتو سلسله نه پرکوله، بلکه د هغه د تحلیل په اساس چې تاریخ ټکی په ټکی صحیح ثابت کړو. چې وئیل ېې چې بهټو سره جنګ په مونږ خراب کړی . پښتانه به جیلونو ته لاړ شی ، بلوچیان به غرونو ته وخیژی. دکراچې او پنجاب کمیونسټان به په کېفود چایو په پیاله او شب ناموخپرولو کې انقلاب راولی. آخر کې به مونږ جماعت اسلامی غوندې مرتجع ګوندونو ته کېنو. او جرنیلانو ته به دعوت ورکړو. دغه شته قوت به مو تس نس شی. نه به بهټو پاتې شی او نه مونږ. مګر د بصیرت خاوندان تل د تاریخ د بیوفايئ ښکار کیږی.

بزنجو یوازې پاتې شو. د ولی خان او د هغه د انډیوالانو منطق زورور شو. خبره د بزنجو د تحلیل نه هم لرې لاړه. افغانستان ېې د ځان سره اوخوړ. دبهټو پاکستان ېې غرق کړو. په نتیجه کې د ضیاءالحق ضد انقلاب پیدا شو. افغانستان د ثور ښکار شو. دواړه سره اوجنګیدل . ضد انقلاب بریالې شو.د انقلابونو مور یعنی شوروی اتحاد دړې وړې شو. مګر زمونږ خاوره په وینوکې لت پت شوه. هر څه د پښتون په نوم وو، د پښتون په ضد تمام شول. دبهرام خان کور د خیر په ډیری ژوندې ژړندې سالم سلامت اونور بډای کښیناست او لر و بر وولسونو ته ېې د عدم تشد د درس ورکول شروع کړل.

په ټول ژوند کې د مرحوم اجمل خټک نه د رښتیاوء او دروغو تر مینځ سرحد وروک شوې وو او تر اخره ېې پیدا نه کړو. دغه ذمه واری ما پخپلو اوږو واغسته چې څه مې لیدلی ، اوریدلی او راباندې تیر شوی دی، هغه بیان کړم چې کم از کم تاریخ ته مې مخ سپین وی. پاتې شوه د افغانانو خبره، نو ما داسې ګڼله چې د کرزئ صاحب راتګ سره به تیرې لرې شی. خو هغوی هم په هغه لاره روان شول په کومه لار چې لوټ شوی او وهل شوی وو. افغانی واکداران د خپل حاکمیت ته د قانونیت پیدا کولو د پاره مجبور وی. چې د کوزې پښتنو (کورنیو) په تائید او مرسته کې داخلی سوالونو ته ځواب اووائې. ماته د هغه پاکستانی مهمند ملک خبره یادیږی. چې پښتونیستانی ملکانانو ته به یې په ریشخند کې کوله. که چرې پښتونستان جوړ شی . نوزه په تاسو ټول د دهمزنګ جیل ته اچوم . دغه پښتونیستانی ملکانانو به ورته وې. چې ته خو پاکستانې یې. نو ده به ورپورې وخندل که پښتونستان جوړشو. نو یوه لویه د پښتونستان جنډه به جوړه کړم ، د ارګ مخې ته به ودریږم او په چغو چغو په نعرې کړم چې هم دغه خلقو (تاسو) د پښتونستان مخالفت کولو. تر څو چې خبره سپینیږی. نو تاسو به دهمزنګ کې وراسته شوې ېی. د افغانستان په خرابولو کې چې څوک زیات رول ولوبوی هم هغوی زیات امتیازات اخلی.

د افغانستان د ټول روان ناورین مولفین هم دغه خلک دی چی اوس ځان د عدم تشد د په غلاف کې نغاړی .

لکه چې مخکې راغلی دی ، د اجمل خټک افغانستان ته لیږل د پخوا څخه فیصله شوې وه. د بهټو اقداماتو د هغه لیږل حتمی کړل. دغه فیصله ولی خان د ډیر سنجش نه پس اغستې وه. باچا خان هم د دغې فیصلې یو زړه نا زړه فریق وو. د هغه ډیر تحفظات وو مګر د سیاست د میدان پهلوان ولی خان وو. هغه د خپل سیاست تر شاه ټول ګوند درولې وو. دغه فیصله کې کمیونسټ ګوند هم شریک وو. په ۲۳ مارچ ۱۹۷۳ باندې د پنډې په لیاقت باغ کې د حزب اختلاف په جلسه چې نیپ یې مهمه برخه وه ، د بهټو حکومت ګولې ورولو اجمل خټک ته تیاره بهانه په لاس ورکړه. چې د باجوړ په لاره افغانستان ته واوړی . دلته باید دا حقیقت زیات کړم چې اجمل خټک دغه وخت د نیشنل عوامی پارټئ جنرل سیکرټری وو او یو عادی غړې نه وو.t

اجمل خټک چې افغانستان ته لاړ نوطبعآ د حکومت له خوا استقبال شو. او په معتبر هوټل ، کابل هوټل کې دیره کړې شو. داود خان د اجمل خټک کابل ته راتګ نه خبر وو او د نیپ د سیاست طرفدار وو. بل خوا پرچمیان د پخوا نه د باچا خان ، ولی خان ، نیپ او خصوصآ نیپ کې د کمو نسټانو سیاست سره په عمومی تفاهم کې وو. د داود خان په زړه کې د ظاهر شاه باچاهی د ړنګولو قصد د پخوا نه موجود وو.

د ظاهرشاه اطرافیان د پخوانه د سردار محمد داود خان سره سخت مخالفین وو. چې سردار عبدالولی یې په سر کې ولاړ وو.داود خان دموقعې په تلاش کې وو. د اعلی حضرت اروپا او خصوصآ روم ته د سفر نه سردار داود ته اطلاع وه. هغه دغه موقع غنیمت وګنړله . او د ۱۹۷۳ کال د جولایې په اولسمه نیټه کامیابه کودتاه وکړه. باچاهی ړنګه شوه. او جمهوریت اعلان شو. او د افغانستان خلقو د زړه د کومی استقبال کړو. داود خان د پخوانه د پښتونستان د قضیې مدعی وو. هغه یو ځل بیا د افغانستان سرنوشت د بهرام خان کورنئ او د هغې په نمائندګئ ولی خان سره اوتړلو. تر دهغه وخته پورې افغانستان به د پښتونستان مسله پاکستان سره په تعلقاتو کې یوازنې خنډ ګنړلو مګر د نیپ د سیاست په پیرتوی هغه دغه اصطلاح او اختلاف د پښتنو او بلوڅو حق خود ارادیت باندې بدله کړه. د قبائیلو مستقل ریاست چې راسآ د صدراعظم او د صدارت دلاندې به وو، هغه ته ېی د سرحداتو وزارت باندې ارتقاء وکړه.

جمهوری افغانستان په تمامه معنی د نېپ د سیاست تابع شو . اوس نو اجمل خټک ته یې یو جدا کور ، ساتونکی ، خدمتګاران ، ډرایور او بیل موټر ورکړل. اوهغه ېې د خپل تمایل له کبله د مراجعې په مرکز باندې بدل کړو. داود خان د خپل سیاسی رویې تر مخه اجمل خټک ته د یو غیر رسمی مقام قایل چې د هغه د کابینې د غړو نه لوړو وزیات افغانانو چې غوښتل ېی د جمهوری افغانستان د امتیازاتو او مر حمت نه برخورداره شی هغوی په اجمل خټک باندې ورمات شول.

بل خوا په پاکستان کې د نیپ د رهبرانو ګرفتارۍ روانې وې. د۱۹۷۳ آئین د منظوریدو نه څو ګنټې پس ېی په ۱۵ اګست باندې غوث بخش بزنجو په اسلام اباد کې د اسمبلئ د غړو د پاره جوړ هاسټل نه ګرفتار کړو. او هم په دغه شپه ېې خیر بخش مری ، او عطاءالله مینګل د کوئیټی نه ګرفتار کړل. خو بهټو بیا هم غوښتل چې د بزنجو سره خپل راه ورسم وساتی. د دې د پاره هغه د بزنجو د دوست بی ایم کوټی خدمات حاصل کړل او هغه ېې بزنجو پسې د روغې جوړې د پاره اولیږلو چې بهټو سره ملاقات اوکړی. او مسائل حل کړی. مګر بزنجو د ولی خان او نورو بلوڅو په شا بهټو سره د ملاقات نه انکار اوکړو. دغه یو اصولی موقف وو.

ALL RIGHTS RESERVED WITH “THE VOICE TIMES”

دا لېکنې به جاری وی ، انتظار اوباسئ

Be the first to comment on "( درمسال له خټې (دریمه لیکنه"

Leave a comment