دباچاخان پر پوهنتون له بريد وروسته پښتونخوا کې درې ورځنى وير

د باچاخان پر پوهنتون بريد کې ٢١ کسان وژل شوي دي.

دباچاخان پر پوهنتون له بريد وروسته پښتونخوا کې درې ورځنى وير

د خيبر پښتونخوا د باچا خان پر پوهنتون د بريد وروسته چې ٢١ کسان په کې وژل شو وو نن په ټول پاکستان کې يو ورځنى وير روان دى.

دابريد چې چارسدې کې شوى گڼ نورکسان يې له امله ژوبل شوي هم وو. په بېلابېلو ښارونو کې د دعا غونډې ترسره کېږي. دې بريد کې څلور وسله والو برخه درلوده چې پوځي عملياتو کې ووژل شول. نن د پوهنتون د وژل شوو زده کوونکو او استاذانو جنازې په خپلو پلرنېو سيمو کې خاورو ته وسپارل شوې.

د بريد يوه ورځ وروسته امنيتي ځواکونو په چارسدې کې د پلټنې عمليات هم ترسره کړي دي او د کورنېو چارو وزارت ويلي دي ” د وژل شوو بريدگرو د گوتو د نښو پر بنسټ يې خپل راپور چمتو کړى دى.

 Image captionد پلازمېنې اسلام اباد په گډون بېلابېلو ښارونو کې د دعا غونډې ترسره کېږي.

ددې راپور ترمخه د څلورو بريدگرو څخه د دوو عمرونه له ١٨ کالو کم وو”. په ټول پاکستان کې ديو ورځني وير اعلان لومړي وزير نواز شريف کړى خو د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت ددې پېښې له امله د درې ورځني وير پرېکړه کړې ده. خپله د چارسدې په ولسوالۍ يا ضلعې کې د جنورۍ تر ٣١ نېټې ټول ښوونځي او د پوهنې(تعليم) نورې ادارې تړل شوې دي.

دا په پاکستان کې د زدکړې په يوې ادارې د خپل ډول بل لوى بريد دى، ددې نه وړاندې په ٢٠١٤ کال کې د پېښور په يوه ښووځني کې ١٤٠ کسان وژل شوي وو.

source:bbc

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "دباچاخان پر پوهنتون له بريد وروسته پښتونخوا کې درې ورځنى وير"

Leave a comment