جنوبی وزيرستان کښې براق ډرون بريد کښې پنځه ترهه ګر وژلی شوی

جنوبی وزيرستان کښې براق ډرون د ترهه ګرو پۀ تهکانو بريد کړے چې پکښې لږ تر لږه پنځه ترهه ګر وژلی شوی او د دوې يوشمير تهکانے هم ړنګ کړے شويدی
د پاک فوځ مطبوعاتی اداره آئی ايس پی آر لخوا جاری شوې بيانيه کښې وئيلی شويدی چې د پاکستانی ساخته براق ډرون جنوبی وزيرستان کښې ميزائيلی حمله کړے
سر چينی وائی چې دغه بريد کښې لږ تر لږه پنځه ترهه ګر وژلی شويدې
آئی ايس پی آر وائی چې ميزائيلی حمله کښې د ترهه ګرو ګنړ شمير تهکانے هم ړنګ کړے شويدې
ياده دې وی چې براق ډرون د پاکستان لوکل پراډکټ دې او د ستمبر پۀ اوؤمه نيټه ئې د شمالی وزيرستان شوال وادې کښې اولنے بريد کړے وؤ چې پکښې ئې درې ترهه ګر وژلی وؤ

khybertv

THE VOICE TIMES

– See more at: http://www.khybernews.tv/pashto/newsDetails.php?cat=25&key=OTM2Nzk=#sthash.HPmLjeMK.dpuf

Be the first to comment on "جنوبی وزيرستان کښې براق ډرون بريد کښې پنځه ترهه ګر وژلی شوی"

Leave a comment