ایراني ډېپلوماټ: تهران، افغانستان کې د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي

ایراني ډېپلوماټ: تهران، افغانستان کې د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي

په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت سرکنسول محمود افخمي رشیدي د جمعې پر ورځ هرات کې وویل چې هېواد یې افغانستان کې د سولې په برخه کې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي د دغه مطل په څرګندولو سره وویل، هېواد یې په افغانستان کې د دوامداره امنیت د ټینګښت له‎پاره له ټولو فرصتونو کار اخلي او که افغان حکومت وغواړي نو د دغه هېواد چمتو دی چې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي.

ښاغلي افخمي وویل:” له هر هغه ګام څخه چې په افغانستان کې د سولې او امنیت لامل کېږي په افغانستان کې ملاتړ کوو او که د افغانستان دولت وغواړي نو موږ به په دې کانفرانس کې خپل استازی ولرو او هر ډول همکارۍ ته چمتو یو دا زموږ غوښتنه وه او ده‎.”

د ایران دغه سیاسي استازی وایي چې هېواد یې په افغانستان کې د دوامداره امنیت د ټینګښت لپاره له ټولو فرصتونو کار اخلي او که افغان حکومت وغواړي، نو د دغه هېواد استازی به هم په اسلام آباد کې د سولې خبرو اترو څلور اړخیزه ناسته کې برخه واخلي.

ده زیاه کړه چې په افغانستان کې د سولې راتګ د ایران لپاره ارزښت لري او هېواد یې افغانستان کې د سولې په راوستو کې له هر ګامه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د دغه هیواد سرکنسل وايې چې په هرات کې د ایران تخنیکي برخې ته زیان رسیدلی له دې امله ېې په هرات کې د ویزې ورکړه بنده کړې ده.

مخکې له دې د هرات د ښاروالۍ چارواکو ویلې و چې د ایران کنسلګرۍ د هرات له ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته سمنټي دیوالونه په پلي لارو کې درولي وو او دغې ادارې دا دیوالونه لېري کړل خو په هرات کې د ایران سرکنسل وايې چې دا سمنټي دیوالونه یې د هرات ولایت له امنیه قوماندانۍ سره په همغږۍ درولي وه چې له کنسلګرۍ سره په همغږۍ پرته دغه دیوالونه پورته شوي دي او نو له همدې امله د یادې کنسلګرۍ تخنیکي برخې ته زیان رسېدلی دی.

رشیدي زیاته کړه:”د افغانستان او سیمه‎ییزو چارواکو له موږ نه غوښتنه وکړه چې د خلکو ساتنې په موخه دا دیوالونه جوړ کړو، دا چې سیمه ییز چارواکي په خپل منځ کې همغږي لري او که نه، په ما پورې تړاو نلري.”

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند وايې چې د هرات ښاروالۍ له والي سره له همغږۍ پرته دا کار کړی دی چې دا موضوع به وڅیړل شي.

د هرات د والي ویاند احسان الله حیات وایې:”د ولایت چارواکو سره له همغږۍ پرته د کنسلګرۍ د یوې برخې محافظتي دېوالونو د ورانولو کار پیل شوی وه چې دغه کار د ولایت چارواکو نا خوښي له ځانه سره دلوده او موږ هڅه کوو، هغو کسانو چې دا کار کړی دی د قوانینو او اوصولو پر اساس له دوی سره چلند وشي او دوی به عدلي او قضایې ارګانونو ته وسپارل شي.”

د هرات ولایت د ښاري ماستر پلان په عملي کېدو سره د هرات مرکزي واټ پراخ شوی دی او یواځیني دیوالونه چې نه دي شاته شوي د هرات د کنسلګرۍ دیوالونه دي خو د هرات سرکنسل وايې چې هیواد ېې د هرات د ښار له پراختیا ملاتړ کوي.

source:Tolonews

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "ایراني ډېپلوماټ: تهران، افغانستان کې د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ کوي"

Leave a comment