افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې، د هند ملګرتیا غواړي

افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې، د هند ملګرتیا غواړيافغانستان ځکه د کراچۍ بندر غوره کړی و، چې هند ته یې د سمندر له لارې د توکو لېږدولو بله لنډه او ارزانه لا نه وه.

افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې، د هند ملګرتیا غواړي

پاکستاني رسنیو ویلي، افغان حکومت له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز ترانزیت ناسته ځنډولې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي، د افغانستان د اقتصاد وزارت د سوداګریزې ناستې د ځنډولو خبر اسلام اباد ته رسولی دی.

پاکستاني چارواکو ددغه هېواد ځینو رسنیو ته ویلي، افغانستان ته د پاکستان صادرات په تېر یوه کال کې تر ۲۷ سلنې ډېر رالوېدلي دي.

رپوټ زیاتوي، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه لوړ حد یعنې ۲٫۴ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې هم دا کچه دوه میلیارد ډالر او په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې ۱٫۴۳ میلیارد ډالر وه.

رپوټ وايي، د روان کال په جولای او اګسټ میاشتو کې د صادراتو کچه ۲۱۳٫۴۷ میلیون ډالر وه، په دې معنا چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې افغانستان ته د ټولټال صادراتو کچه به ۱ میلیارد ډالرو ته راټیټه شي

تورخم دروازه بېرته پرانيستل شوه

وروستیو ناامنیو د شېرخان بندر ترانزیت ټکنی کړی

کابل – اسلام اباد پر ترانزیت یو بل ګرموي

د افغانستان او پاکستان د سوداګریز ترانزیت تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو یوه لویه سرچینه وه، خو په وروستیو کې پاکستان کې د افغان سوداګرو د توکو بندېدو د دواړو هېوادونو سوداګیز اړیکي ترینګلي کړل.

همدا وو چې هند له افغانستان سره د ځینو افغان توکو، په تېره بیا د مېوو د راکړې ورکړې هوکړه وکړه.

له پاکستان سره د سوداګریز ترانزیت تړون په ۱۹۵۰ لسیزه کې لاسلیک شوی و، چې افغانستان د کراچۍ له لارې لاهور او کراچۍ بندر ته لاره موندلې وه.

افغانستان ځکه د کراچۍ بندر غوره کړی و، چې هند ته یې د سمندر له لارې د توکو لېږدولو بله لنډه او ارزانه لا نه وه.

یوه پاکستان چارواکي خپلو رسنیو ته ویلي، افغان چارواکي غواړي اوس هند د “دوه اړخیزه او درې اړخیزه سوداګریز ترانزیت او تړون یوه برخه وګرځي”.

کابل او نوی ډیلی هم هیله لري چې پخپلو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې معاملې ډېرې کړي.

خو پاکستان نه غواړي هند نېغ په نېغه له افغانستان سره د اسلام اباد سوداګریزه معامله کې ځان دخیل کړي.

د برلین دېوال

رویټرز خبري اژانس د پاکستان د یوه سرحدي قومندان له خولې ویلي وو، پاکستانی حکومت غواړي له افغانستان سره پر پوله د “برلین دېوال” ته ورته دېوال جوړ او خپل هېواد ته د اورپکو د ننوتلو مخه ونیسي

کابل او نوی ډیلی هم هیله لري چې پخپلو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې معاملې ډېرې کړي.
Image captionکابل او نوی ډیلی هم هیله لري چې پخپلو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې معاملې ډېرې کړي.

چمن کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو جګړن محمد عثمان ویلي: “سرحدي دېوال لومړی جرمني کې و، بیا مکسیکو کې. اوس د نړۍ هرځای کې دی. ولې افغانستان او پاکستان کې هم نه وي؟”.

خو افغان حکومت تل پر پاکستان او ددغه هېواد پر څارګرې ادارې تور لګوي، چې پاکستان مېشتي اورپکي روزي او افغانستان کې د ګډوډۍ او جګړو لپاره یې ملاتړ کوي.

له کابله د زراعتي توکو لومړنۍ الوتکه هند ته لاړه

په پام کې ده چې راتلونکې اونۍ د عمان مسقط کې د افغان جګړې د ختمولو د هڅو په پلمه د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان ترمنځ څلور اړخیزه ناسته جوړه شي.

source: BBC

THE VOICE TIMES

Be the first to comment on "افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه ناسته ځنډولې، د هند ملګرتیا غواړي"

Leave a comment